تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر خوږژبی قاري محمد محمود الطبلاوي ومړ
مصریانو د چارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د خوږژبي قاري محمد محمود الطبلاوي جنازه وکړه. نوموړی د ۸۶ کلونو په عمر د تېرې سې شنبې په ورځ ومړ.
د الطبلاوي په جنازه کې د مصر مشهورو علماوو ګډون کړی و او هغه يې "په اسلامي امت کې د قرآن کریم یو خوږژبی قاري" بللی دی.
د الازهر شیخ احمد الطیب پر ټوېټر لیکلي، الطبلاوي په ټولنه کې لوړ مقام درلود "الطبلاوي د مسلمانانو په زړونو کې ځای نیولی و او هغه د قرآن د تلاوت په تاریخ کې یوه وتلې څېره وه."
پر ټوېټر د نوموړي پر مړینه ان په نا عربي هېوادونو کې هم دعاګانې شوې دي او هغه یې د یوه ځانګړي غږ لرونکي قاري په توګه یاد کړی دی.
شیخ طبلاوي څوک و؟
شیخ محمد محمود الطبلاوي د ۱۹۳۴ کال د نومبر پر ۱۴مه د مصر الجیزه کې پیدا شوی، خو په اصل کې د منوفیه ولایت و.
هغه په لس کلنۍ کې قرآن کریم حفظ (یاد) او تجوید زدکړ.
الطبلاوي هڅه کوله د مصر د مشهورو قاریانو په جلسو کې ګډون وکړي، هغوی ته غوږ شي او د تلاوت مهارت ترې زدکړي.
د مصر رادیو کې الطبلاوي تر ډېره تلاوت کاوه، چې په کور د ننه د شهرت یو لامل یې همدا و او د تېرې پېړۍ شپږمه لسیزه کې یې تلاوت د میلیونونو مسلمانانو کورونو کې اورېدل کېده.
الطبلاوي په تلاوت کې ځانګړی سبک درلود، چې له کبله یې په مصر او اسلامي نړۍ کې ژر شهرت وموند.
هغه ځینې دندې هم کړې ديو چې وروستۍ دنده یې په مصر کې د حافظانو (قاریانو) د ټولنې مشري وه.
الطبلاوي ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي او د چارواکو له خوا ستایل شوی هم دی.
مصري رسنیو ویلي، الطبلاوي اته زامن او پنځه لوڼې لري.
د هغه زوی محمد هم په تجوید کې یوه وتلې څېره ده او لمسۍ یې آیه په دیني ترانو ویلو کې نوم لري.