په لابراتوار کې د کورونا وېروس رامنځته کېدو په هکله د ټرمپ دریځ

د عکس سرچینه، Reuters
داسې ښکاري د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې وايي، ثبوتونه یې لیدلي چې ګواکې کورونا وېروس د چین په یوه لابراتور کې رامنځته شوی د خپلو څارګرو ادارو خبرې بابیزه ګڼلې دي.
له دې مخکې د امریکا ملي استخباراتو ادارو د مدیریت دفتر ویلي و، دوی تر اوسه د دغه وېروس پیلېدو په هکله څېړنه کوي.
خو دغې ادارې دا هم ویلي و چې دوی مشخصه کړې چې کوویډ - ۱۹( انسان نه دی چمتو کړی او نه هم د جنیټک اصلاحاتو پایله کې رامنځته شوی.) چین په لابراتوار کې د دغه وېروس رامنځته کېدو تیوري رد کړې او د کوویډ -۱۹ په تړاو یې د امریکا متحدو التونو غبرګون غندلی دی.
له تېر کال راهیسې چې دغه ناروغي خپره شوې، په ټوله نړۍ کې له همدې کبله ۲۳۰۰۰۰ کسان مړه شوي، چې په دې کې ۶۳ زره یوازې امریکایان دي. دغه ناروغي د چین له ووهان ښاره خپره شوه او تر اوسه یې د یو میلیون امریکایانو په ګډون درې اعشاریه دوه میلیونه خلک ښکار شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
ټرمپ څه ویلي؟
د پنجشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ نه پوښتنه وشوه:
"ایا تر اوسه مو داسې څه لیدلي چې تاسې باوري کړي چې د وېروس رامنځته کېدو ځای په ووهان کې د وېروس پېژندنې یا ویرولوژي انسټیټیوټ دی؟ "
ولسمشر ټرمپ له مشخص کولو پرته ځواب ورکړ:
"هو، زه یې لرم، هو، او زه فکر کوم د روغتیا نړیوال سازمان باید شرم وکړي، ځکه دوی د چین لپاره د عامه اړیکو ادارې غوندې دي. "
وروسته چې له نوموړي وغوښتل شول چې خپله خبره تشریح کړي، هغه ځواب ورکړ:
"هغه نه شم درته ویلای، زه اجازه نه لرم چې هغه خبرې درته وکړم. "ښاغلي ټرمپ له خبریالانو سره په دې خبرو کې زیاته کړه:
" که دوی (چینایانو) تېروتنه کړې، او که دا د یوې تېروتنې له کبله پیل شوی او دوی بیا دویمه پسې کړې، او یا یو چا د هدف لپاره یو څه کړي؟ خو زه نه پوهېږم ولې نه خلکو ته او نه هم ترافیکي تګ راتګ ته اجازه ورکول کېده چې د چین نورو برخو ته لاړ شي، خو د نورې نړۍ پر لور یې مخه پرانیستې وه، دا ښه نه دي، دا دوی لپاره یوه سخته پوښتنه ده، چې ځواب یې کړي. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجشنبې پر ورځ د نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې ویل شوي، د سپني ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو له امریکايي استخباراتي ادارو غوښتي، چې معلومه کړي، ایا وېروس د ووهان له څېړنیز مرکزه خپور شوی دی.
د این بي سي خبري شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي، له استخباراتو غوښتل شوي چې معلومه کړي ایا چین یا د روغتیا نړیوال سازمان د وېروس خپرېدو په لومړیو ورځو کې په دې هکله کوم معلومات پټ کړي وو که نه.
استخباراتي ادارې څه وايي؟
د امریکا ملي استخباراتو مدیریت اداره چې له هېواده بهر د څارګرو ادارو چارې څاري د پنجشنبې پر ورځ په یوه کمساري اعلامیه کې وویل، د کوویډ-۱۹ رامنځته کېدو د طبیعي لامل پر سر له (پراخې ساینسي اجماع) سره یوه خوله دي:

د عکس سرچینه، Getty Images
" استخباراتي ادارې به په دقت سره د هغو معلوماتو سخته ارزونه روانه وساتي چې معلومه کړي، ایا وبا د اغېزمنو څارویو له کبله رامنځته شوې او که دا د ووهان په لابراتوار کې د یوې تېروتنې پایله ده. "
دا د استخباراتو له لوري د چین او امریکا دواړو له لوري د هغو ګنګوسو په ځواب کې د رد یو څرګند غبرګون بلل کېږي، چې دغه وېروس یوه بیالوژیکي وسله بولي.
د ووهان لابراتوار څه دی؟
د ووهان ویرولوژۍ انسټیټیوټ چې په ۱۹۵۰ مو کلونو کې تاسیس شوی، د چین لومړنۍ اداره ده، چې د بیالوژیکي خوندیتوب څلورمه درجه لابراتوار پکې فعال دی.
دغسې لابراتورونه له هغو وېروسونو سره د مبارزې لپاره کار کوي چې خورا لږ واکسین او درملنه ورته موجود دي او له اسمان څکالو خپرېدونکي سارس وېروسونه له دې ډلې یو دی چې د ووهان په لابراتوار کې پرې څېړنه کېږي.




















