یوې اشپزې څنګه وبا خپره کړه؟

میري

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

ميري مېلن په ۱۸۶۹ کې د ایرلېنډ په یوه کلي ککس کې زېږېدلې وه. خو د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د ښه ژوند په لټه نيویارک ښار ته وکوچېده.

په ۱۹۰۰ کلونو کې يې د امریکا د نيویارک ښار د ځینو شتمنو خلکو په کورونو کې اخلی پخلی کاوه. هغه مهال په ټوله امریکا کې تر شل لکو ډېرو خلکو په کورونو کې دا ډول مزدورۍ کولې، خو تر منځ يې پخوونکې یا اشپزې ته خلک په دومره ارزښت قایل وو، لکه په کومه کلا کې چې راڼۍ وي.

ځکه چې دې ته به په کورنۍ کې د نورو کارکوونکو څارل هم ورپه غاړه وو او د پخنلځي لپاره د سودا اخېستل هم. که د ښې ډوډۍ په پخولو او د خپلو کارونو په ښه تر سره کولو به يې د خپل څښتن زړه وګاټه، نو بیا به په هغه کورنۍ کې د اشپزې ارزښت او درنښت لا ډېر شو.

په نيویارک ښار کې وبا ګډه شوه

ميري مېلن نومې پخوونکې په یوه ګڼ مېشته سيمه کې کار کاوه. له ۱۹۰۰ تر ۱۹۰۷ يې په اوو بېلابېلو کورونو کې پخلی وکړ. وروستی ځل اشپزي يې د پارک ایونیو په نوم سيمه کې په یوه کور کې کوله، چې ټول غړي يې ناروغ او مړه شول.

خو دې به هلته کار پرېښود او ژر به یې په کوم بل کور کې ځان ته دنده وموندله. دا ټولې شتمنې کورنۍ وې خو څوک په یوه او بل نه وو سره خبر چې څه روان دي.

ټایفایډ يا محرقه یوه وژوونکې ناروغي وه، خو باور دا و چې شتمن پر دې ناروغۍ نه اخته کېږي بلکې د ښار په بې وزله اوسېدوونکې کې خپرېږي، ځکه چې هلته د پاکو اوبو اسانتیا نشته او خلک په تنګو او تیارو کورونو کې ژوند کوي.

یوې کورنۍ د دې خپرېدوونکې وبا د څېړلو لپاره د جارج سوپر په نوم څېړونکی وګماره. سوپر ثابته کړه چې دا وبا اغلې مېري خپره کړې ده.

میري

د عکس سرچینه، Getty Images

سوپر چې لومړی ځل د هغې د نیولو هڅه وکړه، نو دې چاړه پسې راواخیسته او له پخلنځي وتښتېده.

خلکو به هله له هغې سره خواخوږي ښکاروله چې دې به ویل، که ناروغي د دې له کبله خپره شوې وي نو دا پخپله ولې نه وژني یا نه پرې اخته کېږي؟

خو د ښاغلي سوپر دا فکر سم و، چې که څه هم اغلې مېري د ټایفایډ تبې مېکروب لېږدوي خو په خپله يې په بدن کې د دغه مېکروب ضد د مدافعت سيسټم ځواکمن دی.

هغه پخپله هيڅکله پر دې ناروغۍ اخته نه شوه خو نور يې پرې ککړ کړل.

اخر د نیویارک ښار چارواکي له اغلې مېري په تنګ شول. دا يې په ۱۹۰۷ کې له ښاره وشړله او د نارت برادر ایس لېنډ په نوم سيمه کې يې خوشې کړه. هلته هيڅ ډول ابادي نه وه او د سيند ختيځې څنډې ته نږدې وه.

د نولسمې پېړۍ په پای کې هلته ځینې داسې ځایونه جوړ شوي وو چې پر شري اخته ناروغان به په کې ساتل کېدل خو وروسته پر هر ډول ساري ناروغۍ اخته کسان وروړل کېدل.

ښايي د اوسنۍ زمانې خلک له دوی سره دا وړ چلند ظلم وګڼي خو د اېنټي بيوټيک درملو له رامنځ ته کېدو مخکې له داسې ناروغیو د ځان ساتلو کومه بله لار نه وه. هغه مهال د عامې روغتیا اړوند چارواکو ته واک ورکړل شوی و چې داسې ناروغان له ښاره لرې دغه ځای ته لېږلی شي.

مېري مېلن هلته یوازې بندۍ وه. هغې د خپل ځان د دفاع هڅه وکړه، خپل وکیل ته يې وویل چې کومه ګناه يې نه ده کړې نو ولې يې بندېوانه کړې ده؟ او په خبره یې، په یوه عیسوي مذهب پاله ټولنه کې له بې ګناه ښځې سره دا وړ چلند هيڅ انصاف نه دی.

اخر مېري په دې شرط خوشې شوه چې بیا به د پخوونکې یا اشپزې په توګه کار نه کوي.

د یوې ورځپاڼې څښتن د مېري د محرقې کیسه څنګه راپورته کړه؟

د مېري قضیه هغه مهال د یوې غټې خپرندویه ادارې څښتن ويليم رنډولف هرسټ پخپله ورځپاڼه کې راپورته کړه.

د هغه دا خبره مشهوره وه چې باید په ورځپاڼه کې يې داسې کیسې خپرې شي، چې په لوستلو يې خلک ناڅاپه ودرېږي او له خولې يې بې درېغه ووځي، چې 'اه خدایه'.

میري

د عکس سرچینه، Alamy

ښاغلي هرسټ د یوې رسنۍ د څښتن په حېث د خلکو تر منځ ډېره پېژندګلو لرله. هغه پخپل اخبار 'نیویارک امېرېکن' کې د مېري ټوله کیسه خپره کړه. دا د جون شلمه او ۱۹۰۹ کال و.

هرسټ په دې لیکنه کې د هغې ملاتړ کړ و. خو د یوه غشي او دوه ښکاره غوندې کیسه شوه. هم د ده ورځپاڼه لا مشهوره شوه او هم د دغه خبر له خپرېدو او مشهورېدو وروسته اغلې مېري ته دومره پېسې په لاس ورغلې چې د خپل وکیل فيس ورکړي.

وروسته د همدې ورځپاڼې خبریالانو له ټایفایډ سره د مېري نوم کارول پېل کړل. چې تر مرګه د محرقې یا ټایفایډ نوم له هغې سره تړلی پاتې شو. ټایفایډ مېري یا د مېري محرقه

مېري څنګه مړه شوه؟

مېري په کورونو کې د جامو مينځونکې په توګه کار پېل کړ خو وروسته يې په بدل نوم بېرته پخلنځيو ته مخه کړه. دې د یوه روغتون په پخلنځي کې هم کار وکړ.

خو د ناروغۍ او مرګ کیسو هغه پرېنښوده. دا چې څومره کسان د دې له کبله مړه شول، مالومه نه ده خو په دې اړه بېلا بېل روایتونه شته. د درو روایتونو له مخې لږ تر لږه پنځوس تنه د دې له وجې مړه شول.

کله چې چارواکو په ۱۹۱۹ کې دا بیا راپېدا کړه نو نه يې په کومه ورځپاڼه کې خبر خپور شو او نه هم چا خواخوږي ورسره ښکاره کړه. هغه یو ځل بیا بنديوانه او په ۱۹۳۸ کې مړه شوه چې تر هغه يې دېرش کاله زندان تېر کړی و.

له دې کیسې دا درس اخیستل کېدای شي چې که تاسې پخپله ناروغۍ نه پوهېږئ، بیا هم باید طبي لارښوونو ته پام وکړئ.