کورونا وېروس: روغتیا نړیوال سازمان د محدودیتونو د غځولو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که هېوادونه د ټولنیز واټن ساتلو برخه کې لګول شوی بندیز لري کړي ښايي د کورونا وېروس له یوې نوې وژونکي څپې سره مخامخ شي.
بل لورته په نړۍ کې د کورونا ویروس تایید شویو ناروغانو شمېر له یو ملیون او شپږ سوه زره کسانو اوښتی دی او د دغه ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر یو لک تنو ته نژدې شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروۍ اډهانوم نن جمعه ( د اپریل ۱۰) ټینګار کړی چې هېوادونه باید د لګول شویو بندیزونو د کمولو لپاره ستراتیژيانې ولري چې په تدریجي او خوندي ډول عملي شي.
نوموړي خبر داری و رکړی چې که لګول شوي محدودیتونه په بیړه لرې شي نو ښايي کورونا وېروس وژونکي څپه را وګرځي .

د عکس سرچینه، Getty Images
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې تر اوسه د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر یو لک او ۳۷۶ ته ورسېده.
ایټالیا کې اوس هم د ددغه وېروس له امله د نړۍ په کچ تر ټولو ډېر شمېر کسان مړه شوي چې له ۱۸ زره هم لوړ دی.
د برتانیا عامې روغتیا وزیر میټ هنکوک یوې خبرې غونډې ته ویلي، په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۹۵۸ تنو ته رسېدلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې ۹۸۰ کسان مړه شوي، دا له کله چې کورونا وېروس برتانیا کې خپور شوی د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده چې په ۲۴ ساعتونو کې ژوند له لاسه ورکي.

د عکس سرچینه، Reuters
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په هکله د نوموړي دفتر مسوولینو ویلي، چې د روغتون له جدي پاملرنې بهر شوی دی او د روغتیايي ښه والي لپاره څه نا څه پلي هم ګرځېدلی او له ډاکټرانو یې مننه کړې، چې درملنه یې کوي.
د روسیې پلازمېنې مسکو مرستیاله ښارواله انستاسیا راکوا وا اندېښنه ښيي چې په یوه ورځ کې د ۱۷۸۶ ناروغانو له ډېرېدو سره پر روغتونونو فشار ډېرېدای شي.
په دغه هېواد کې اوس د کووډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۱۲۰۰۰ کسانو ته رسېدلی او تر اوسه له دې کبله ۹۴ کسان مړه شوي دي. د پنجشنبې پر ورځ په هند کې پر کووډ-۱۹ اخته کسانو شمېر ۷۵۰ ته ورسېد، چې په یوه ورځ کې د دغه هېواد لپاره تر ټولو لوړه شمېره ده.

د عکس سرچینه، PIPPA FOWLES / DOWNING STREET HANDOUT
بل لور ته د امریکا په متحدو ایالتونو کې اوس هم د بل هر هېواد پرتله د دغه ویروس د ناروغانو شمېر ډېر دی.
د امریکا نیویارک په هاټ ایلنډ سیمې داسې تصویرونه خپاره شوي دي، چې تابوتونه یوه ډله ییز قبر کې ايښودل کېږي.
دغه ځای کې له یوه نیمې پېړۍ راهیسې د هغو کسانو مړي خاورو ته سپارل کېږي، چې څوک نه لري یا د وروستیو مراسیمو لګښت نه شي ورکولای.
د یادونې ده، چې نیویارک ښاروال مخکې ویلي و، چې د کورونا ویروس پای ته رسېدو تر مهاله ښايي موقت کفن- دفن ته اړتیا پېښه شي او پر دې بنسټ ګومان کېږي، چې د هاټ ایلنډ په تابوتونو کې ښايي هغه مړي هم شامل وي، چې د کورونا ویروس له کبله وژل شوي دي.
د نړۍ په لر او بر کې نن عیسویان د ګډفرایډې مراسم په کورونو کې لمانځي او واټیکان په مراسیمو کې هم له بهره هیڅوک ګډون نه کوي.



















