کورونا وېروس؛ ځینو اسلامي هېوادونو د جماعت پر لمانځه بندیز لګولی

یوازې مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو جوماتونو کې به د جماعت لمونځ دوام لري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یوازې مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو جوماتونو کې به د جماعت لمونځ دوام لري
د خپرېدو وخت

سعودي عربستان له روغتیايي او خوارکي توکو پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو سکټورونو چارې ځنډولې او جوماتونه یې بند کړي دي، خو یوازې د مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو کې به په جماعت لمونځ دوام لري.

د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي، چې په دې هېواد کې تر اوسه کورونا وېروس تر ۱۷۰ ډېر کسان اخته شوي دي.

سعودي وړاندې دغه هېواد ته د ۲۵ هېوادونو وګړو ته د زیارت کوونکو او عمرې وېزې درولې وې.

دغه هېواد دا هم ویلي وو، چې د خلیجي هېوادونو د همکراۍ شورا د غړو هېوادونو وګړي او هلته د سعودي مېشت وګړي سعودي ته تګ-راتګ نه شي کولی.

تونس

د تونس لومړي وزیر الیاس الفخفاخ ویلي، حکومت یې د خوړنځيو د بندولو پرېکړه کړې او په جوماتونو کې یې لمونځ هم ځنډولی دی.

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس؛ ایا مخ‌ماسک واچوم؟

حکومت دا هم ویلي، چې خپلې سمندري پولې به په بشپړه توګه وتړي، همدارنګه له ایټالیا سره یې هوايي سفر هم بند کړی او له جرمني، فرانسې، برتانیا او مصر سره یې هم د کورونا وېروس له وېرې خپلې الوتنې کمې کړې دي.

فلسطین

په قدس کې د فلسطین د اسلامي اوقافو ادارې د اقصی جومات د ننه سرپټو ځایونو کې لمونځ بند کړی، خو په ازاده فضا کې د جماعت لمونځ کېدای شي.

د اقصی جومات د چارو مشر شیخ عمر الکسواني ویلي: "ټول لمنځونه به د جومات په ناسرپټه فضا کې کېږي."

په فلسطین کې د کورونا وېرسو ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوې، خو اسراییلو کې دا کچه ۲۰۰ ته رسېدلې ده.

کویت

ځینو عربي هېوادونو د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ټینګ ګامونه اخیستي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینو عربي هېوادونو د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ټینګ ګامونه اخیستي

په کویت کې د مذهبي چارو اړوندو چارواکو له ټولو وګړو وغوښتل چې پخپلو کورونو کې پاتې شي او د جوماتونو بندولو امر یې کړی دی.

د کویت د اوقافو وزارت ویلي: "جوماتونه به بند وي. ۲۰/۱۸ شمېره فتوا وايي چې د وبا رامنځ ته کېدو په حالت کې ضرور نه ده چې مسلمانان د جمعې لمونځ وکړي، بلکې د ماسپښین لمونځ به په کورونو کې کوي."

ایران

په ایران کې چارواکو زیارتونه او تکیه خانې بندې کړې دي. متحده عربي اماراتو هم په جوماتونو کې لمنځونه ځنډولي دي.

اردن، او ترکیه

د اردن لومړي وزیر عمر الرزاز هم په جوماتونو کې لمونځ او کلیساوو کې ډله ییز عبادت ځنډولی دی. ترکیې ویلي، په جوماتونو کې یې د جماعت لمونځ تر دویم امر پورې ځنډولی.

کورونا وېروس