کورونا ویروس؛ له ایران د لسګونو زرو افغانانو د ستنېدو انځوریز رپوټ

    • Author, فرهاد تمنا
    • دنده, عکاس
  • د خپرېدو وخت

ایران کې د کورونا ویروس د ډېر خپرېدو له امله له دغه هېواد افغانان هم بې مخینې ستنېږي. د هرات ځايي اداره وايي، تېرو ۲۴ ورځو کې نږدې ۷۰ زره کسان له ایران ستانه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل چې دغه هېواد کې د کورونا ویروس پنځه نوې پېښې شوې او شمېر یې اوس ۲۱ ته رسېدلی دی.

خو په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، دغلته نوې تازه پېښه شوې چې ور سره شمېر ۲۲ ته رسېږي.

هرات کې ۱۳، سمنګان کې ۳، لوګر کې ۲، بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکندي کې یوه یوه پېښه شوې ده.

تراوسه ۲۱۸ شکمنې پېښې لیبارټري کې ازمویل شوې چې۲۲ مثبتې او ۲۵۹ منفي دي.

مرز
د عکس تشریح، ډېر ستنېدونکي سند او پارسپورټ نه لري او ایران ته د کار لپاره تللي و.
کرونا
د عکس تشریح، د افغانستان لوېدیځ کې هرات له ایران سره ګاونډ کې پروت دی او د دغه ولایت خلک په کورونا ویروس له اخته کېدو وېرېږي.
مرز
د عکس تشریح، د روغتیا چارواکي صفري کرښه کې ستنېدونکي معاینه کوي.
مرز
د عکس تشریح، ، خو وايي، پوره امکانات نه لري.
کرونا
د عکس تشریح، اسلام کلا کې چارواکي له ایران د ستنېدونکو تبه معاینه کوي.
مرز
د عکس تشریح، ستنېدونکي افغانان وايي، پر کورونا د اخته کېدو له وېرې ستنېږي.
کرونا
د عکس تشریح، دوی دا هم وايي، چې ایران کې له روغتیايي خدمتونو بې برخې و.
ویروز
د عکس تشریح، دغلته تازه پېښه شوې چې ور سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته رسېږي.
مرز
د عکس تشریح، ویل کېږي هره ورځ تر پنځلس زرو کسان له ایران ستنېږي چې ممکن ځینې پکې ناروغ وي، خو پوله کې یې پېژندل ناشوني دي.
مرز
د عکس تشریح، د خلکو له خوا روغتیايي تدابیرو ته ډېر پام نه کول بله هغه ننګونه ده چې روغتیايي چارواکي یې اندېښمن کړي دي.
کرونا
د عکس تشریح، د روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړ چې د نوروز مراسمو کې ګډون ونه کړي او غونډو ته لاړ نه شي.
مرز
د عکس تشریح، د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي د عامه اړیکو کمېټې د دوشنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه کې له کورنیو چارو وزارت وغوښتل، چې کابل کې د ودونو تالارونه، لمباځي او عمومي حمامونه وځنډوي.
کرونا
د عکس تشریح، د کډوالو چارو وزارت له ایران د افغانانو ستېندل د دې ناروغي په مخنیوي کې لویه ننګونه بولي.

انځورونه له اسلام کلا