ډاکټر کونلي: د ټرمپ د کورونا وېروس د ازموینې پایله منفي ده

Fabio Wajngarten (2nd left partially obscured) was pictured standing behind President Trump in the meeting with President Jair Bolsonaro

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډاکټر سین کونلي ویلي، پخپله ټرمپ هم د کورونا وېروس معاینه تېره شپه وکړه او اوس پایله یې منفي وه.

ښاغلي ټرمپ له دې وړاندې له داسې کسانو سره کتلي چې اوس په کورونا ویروس اخته دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په سپينه ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې له اروپايي هېوادونو امریکا ته پر الوتنو بندیز پراخیږي او بریتانیا او ایرلنډ به هم په کې شاملیږي.

ښايي دا بندیز د راتلونکې دوشنبې په ورځ پيل شي. په بریتانیا کې چارواکو ویلي له پرونه راهیسې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمیر دوه برابره شوی او اوس ۲۱ ته رسیدلی.

په اروپا کې تر ټولو ډیر شمیر کسان په ایټالیا او هسپانیا کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون جمعه خپل هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو سره د مقابلې اسانولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.

د امریکا حکومت دې حالت اعلانولو سره د کورونا د مقابلې لپاره تر پنځوس میلیارد ډالر ځانګړي کولی شي.

بېړني حالت سره د روغتیايي بېمې مقررات لا ډېر اسانېږي او د نویو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړول چټک کېږي.

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو چې اړتیا نشته دی د کورونا ویروس لپاره معاینه وکړي

تراوسه امریکا کې تر زرو ډېرې د کورونا پېښې تایید شوې دي او ترې له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

له دې مخکې امریکا کې یوه روغتیايي چارواکي وویل، چې دغه هیواد لومړنیو تشخیصه ازمایښتونو کې مناسب ګام نه دی پروته کړی او ځینې متخصصانو خبرداری ور کړی چې ممکن د امریکا د روغتیا ادارې چلن د کورونا د خپرېدو سره د مقابلې لپاره مناسب نه وي.

په کانګرس کې ډیموکراټان او د هغو ایالتونو چارواکو د بېړني حالت غوښتنه کوله چې ډېر خلک پکې په کورونا اخته شوي دي.

اوسنۍ پرېکړه دا همکاري کوي چې ډېر خلک حکومتي بېمه کې شمال شي.

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال بېړنی حالت اعلان کړ.

خپله ښاغلی ټرمپ وروستیو ورځو کې له دې پوښتنې سره مخ دی چې ولې د کورونا معاینه نه کوي، نوموړي تېرو ورځو کې له داسې کسانو سره لیدلي چې د کورونا معاینه یې مثبته وه.