تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد کې د پاکستان اېف ۱۶ الوتکه غورځېدلې او پیلوټ یې وژل شوی
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد یوه (اېف ۱۶) الوتکه غورځېدلې او له منځه تللې ده.
دا پېښه نن (د چارشنبې په ورځ) سهار په شکر پړیا سیمه کې شوې چې د پاکستان د مارچ ۲۳ کلني پرېډ ته چمتوالی پکې نیول کېږي.
د پاکستان د هوايي ځواک ویاند په اعلامیه کې وايي، دا (اېف-۱۶) الوتکه د مارچ د ۲۳مې د پرېډ لپاره تمرین کاوه چې په دې پېښه کې د دې الوتکې پیلوټ نعمان اکرم هم وژل شوی دی.
ویاند زیاتوي، چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یوه څیړنډله ګمارل شوې او د ژغورنې عملیات روان دي.
د خبریال شهزاد ملک په وینا له الوتکې غورځېدو وروسته د پېښې له ځایه لوګي پورته کیده، خو سملاسي د پاکستان اردو سیمه کلابند کړه او د خلکو پر مخ یې وتړله.
د پولیسو او د ولسوالۍ د ادارې په وینا، پوځي چارواکو ورته ویلي که اړتیا ورته پېښه شي دوی ته به خبر ورکړي.
په خواله رسنیو کې د دې پېښې ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او پکې ښکاري چې الوتکه لومړی په هوا کې الوتنه کوي او بیا ځمکې ته ښه رانږدې کېږي او په ونو کې ورکیږي.
له دې وروسته بیا لوګي ښکاري چې بادونه یې وهي.