اسلام اباد کې د پاکستان اېف ۱۶ الوتکه غورځېدلې او پیلوټ یې وژل شوی

د الوتکې له غورځېدو وروسته چاودنه هم شوې

د عکس سرچینه، ARIF YOUSAF

د عکس تشریح، د الوتکې له غورځېدو وروسته چاودنه هم شوې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد یوه (اېف ۱۶) الوتکه غورځېدلې او له منځه تللې ده.

دا پېښه نن (د چارشنبې په ورځ) سهار په شکر پړیا سیمه کې شوې چې د پاکستان د مارچ ۲۳ کلني پرېډ ته چمتوالی پکې نیول کېږي.

د پاکستان د هوايي ځواک ویاند په اعلامیه کې وايي، دا (اېف-۱۶) الوتکه د مارچ د ۲۳مې د پرېډ لپاره تمرین کاوه چې په دې پېښه کې د دې الوتکې پیلوټ نعمان اکرم هم وژل شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ویاند زیاتوي، چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یوه څیړنډله ګمارل شوې او د ژغورنې عملیات روان دي.

د خبریال شهزاد ملک په وینا له الوتکې غورځېدو وروسته د پېښې له ځایه لوګي پورته کیده، خو سملاسي د پاکستان اردو سیمه کلابند کړه او د خلکو پر مخ یې وتړله.

پیلوټ نعمان اکرم

د عکس سرچینه، PAF

د عکس تشریح، پیلوټ نعمان اکرم

د پولیسو او د ولسوالۍ د ادارې په وینا، پوځي چارواکو ورته ویلي که اړتیا ورته پېښه شي دوی ته به خبر ورکړي.

په خواله رسنیو کې د دې پېښې ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او پکې ښکاري چې الوتکه لومړی په هوا کې الوتنه کوي او بیا ځمکې ته ښه رانږدې کېږي او په ونو کې ورکیږي.

له دې وروسته بیا لوګي ښکاري چې بادونه یې وهي.