روسیه: د اسراییلي برید پر مهال ملکي الوتکه وژغورل شوه

دمشق

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائيل وايي ایران به پرېنږدي چې په سوریه کې پوځي حضور وساتي
د خپرېدو وخت

یوه ملکي الوتکه چې پرون (پنجشنبه) سهار له تهرانه دمشق ته روانه وه، د اسرايیل او سوریې ترمنځ یو پر بل بریدونو کې ایساره شوه.

اوس روسیې تایید کړې چې دا الوتکه اړ کړل شوه چې خپل مسیر بدل کړي او د دمشق هوايي ډګر پر ځای په حمیمیم پوځي هوايي اډه کې کښېني. دا اډه په لاذقیه کې ده او د روسیې په کنټرول کې ده.

روسي رسنۍ وايي، د پنجشنبې پر سهار د سوریې هوايي دفاع د اسراییل له لوري یوه برید ته غبرګون وښود او د دې ځوابي برید له امله ملکي الوتکه اړه شوه چې خپل مسیر بدل کړي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې دې الوتکې ۱۷۲ تنه لېږدول او په دمشق هوايي ډګر کې ددې الوتکې د ناستې پرمهال د اسراییل برید ته د سوریې هوايي دفاع له خوا ځواب وویل شو.

د روسیې دفاع وزارت پر اسراييل تور لګولی چې له ملکي الوتکې یې د سوریې د هوايي دفاع ځواک په مقابل کې د ډال په توګه کار اخیستی.

سوریه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائیل منلې چې په تېرو کلونو کې په سوریه کې د ایران اړوند ګڼ هدفونه په نښه کړي

د تېرې پنجشنبې پر ورځ اسراييلي ځواکونو په سوریه کې ځینې ځایونه په نښه کړل.

اسرايیل د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې دا منلې چې په وروستیو کلونو کې یې په سوریه کې د ایران پر اړونده هدفونو بریدونه کړي، او په دې کار سره یې ددوی په وینا د هغو بېړیو مخه نيولې ده چې د سوریې له لارې یې لبنانۍ ډلې حزب الله ته وسلې لېږدولې.

اسرايیل ویلي پرې به نږدې چې ایران چې دوی یې خپل سرسختی دښمن بولي، په سوریه کې پوځي حضور ولري.

د روسیې ددفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلي په دې کار سره اسرايیل " د سلګونه بې ګناه وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړ. "

روسیه او ایران دواړه د سوریې کلک ملاتړي هېوادونه دي.

د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې د سوریې د هوايي دفاع په برید کې د یوې روسۍ الوتکې پنځلس کارکوونکي ووژل شول.

دا پېښه هغه مهال وشوه چې د سوریې هوايي ځواکونو د اسرايیل د برید ځوابه وایه چې په تېروتنه روسۍ الوتکه ووېشتل شوه او نسکوره کړل شوه.

پوځي اډه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حمیمیم اډه د روسي ځواکونو په واک ده

یوه میاشت وړاندې هم یوه اوکراینۍ الوتکه په تهران کې وویشتل شوه او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې چې ۱۳ یې افغانان و.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک له پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې په تېروتنه یې دا الوتکه ویشتلې ده.

دا پېښه هغه مهال وشوه چې ایراني ځواکونو په عراق کې د امریکا اډې په نښه کړې. د ایران دا برید د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د غچ لپاره وشو چې امریکايي ځواکونو په عراق کې وواژه.