سیاچن؛ هندی پوځ د خوړو او اغوستوکو له کمښت سره مخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال چې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د ډېلي یوه سیمه کې د هندي پوځ د حالت د ښه والي دعوه کوله، نو دا خبر خپور شو چې په سیاچن، لداخ او ډوکلام کې یې پوځیان د خوراکتوکو او اغوستوکو له کمښت سره مخ دي، د واورې ضد سترګۍ یا چشمې او بوټان نه لري.
له ۱۸ زره تر ۳۲ زره فوټه لوړ سیاچن او نورو واورینو سیمو کې د دې سرتېرو د اړوند توکو د کمي خبر د یوې حکومتي ادارې (کامپټرولر او ایډېټر جنرال) په تازه رپوټ کې راعلي، چې څو ورځې مخکې یې پارلمان کې وړاندې کړی و.
د هند او پاکستان پوله کې سیاچن د نوي ډېلي لپاره د خوندیتوب له پلوه ډېره مهمه ده.
د پوځ مشر له اې اېن ای خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې د سي اې جې رپوټ کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ حالت ارزول شوی، چې پخوانۍ خبره ده:
"زه تاسو ته په ډاډ وایم چې اوس موږ پوره تیاری لرو. او دا خبره باورمنوو چې د ځوانانو د ټولو اړتیاوو خیال ساتل کېږي".
خو د پوځ پخواني تورنجنرال اشوک مته بي بي سي ته وویل: "څه چې رپوټ کې راغلي، پوره سنجول شوي او دا ښيي چې موږ کوم بېړني حالت ته تیار نه یو".
خو دغه تورنجنرال دا هم وايي، چې ځوانان له پخوا هم د دې شیانو له کمښت سره مخ و:
"له پوځ سره د وسلو او نورو توکو د کمي خبره د ۱۹۹۹ کال کارګل جګړه کې ښکاره شوه".
له کارګل جګړې ۱۶ کاله وروسته هم جنرال وي پي ملک یوه لیکنه کې وویل، که څه هم اوس حالت ښه شوی، خو پوځ لا هم د وسلې او نورو توکو له کمښت پرېشان دی.
د هغه په خبره، د بودیجې د کمښت له امله پوځ د دې شیانو له کمښت سره مخ دی: "سره له دې چې حکومت هر کال د بودیجې زیاتولو ژمنه کوي، خو د پیسو ارزښت لوېدلو او د بیې زیاتېدلو سره بیا هم بودیجه کمه وي".

د عکس سرچینه، Getty Images
تېرو ورځو کې انګریزي ورځپاڼې ټیلي ګرام هم یوه رپوټ کې ویلي، چې د وسلوالو ځواکونو ۹۰ زره سرتېري د پیسو د کمښت له امله له ډول ډول اسانتیاوو بې برخې دي.
د سي ای جي رپوټ کې هم ویل شوي چې سرتېرو ته زاړه بوټان ور کول کېږي او د واورې ضد سترګیو له کمښت سره هم مخ دي.
سیاچن کې د سختې یخنۍ له امله ژوند ډېر سخت دی او هلته له ښه خوراک او نورو اسانتیاوو پرته وخت تېرول ګران دي.


















