امریکا نور ایرانیانو ته د سوداګرۍ او پانګونې ویزې نه ور کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د حکومت نوې پرېکړه کې ایراني وګړي نور متحده ایالتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې ویزه نشي ترلاسولی.
د متحده ایالتونو د وګړتوب او کډوالۍ اداره د جنورۍ په ۲۲ وايي، له دې وروسته ایرانیانو ته هغه ویزې نه ور کول کېږي چې پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړې شوې دي.
دا اداره خپل بیان کې زیاتوي، دا نوې پرېکړه یې ځکه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د مودې تېرولو تړون د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۳ پای ته رسېدلی دی.
د بیان اشاره د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۳ د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداري ته ده چې ویې ویل د مودې تېرولو له تړون وځي چې ۶۰ کاله مخکې لاسلیک شوی و.
ښاغلي پمپیو زیاته کړه، دا داسې پرېکړه ده چې تهران کې د امریکا د سفارت تر نیولو وروسته ۳۹ کاله ځنډول شوې وه.
د کډوالۍ ځینې وکیلان وايي، نوي مقررات تر ډېره امریکا ته د تګ د مخنیوي لپاره د هغو اصولو برخه دي چې پر ایراني وګړو هم لګول شوي دي.
د دوی په خبره، ځینې ایراني زدکوونکي له فراغت وروسته چې ګومارل شوي نه وي، هڅه کوي په دا ډول ویزې ترلاسولو سره امریکا کې پاتې شي، خو له دې وروسته دا کار نه شي کولی.

د امریکا د کډوالۍ او وګړتوب اداره وايي، د سوداګرۍ او پانګونې ویزې د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ د تړونونو یا هم د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ځانګړي قانون له مخې وي. خو د ایران او امریکا د تړون تر پای ته رسېدو وورسته نور دا شرایط نشته:
"د ایران د شاهنشاهي دولت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د ۱۳۳۴ کال د زمري په ۲۳ د قتصادي او کنسولي حقونو او د مودې تېرولو تړون د دواړو هېوادونو استازو لاسلیک کړ او همغه کال ملي شورا او مشرانو جرګې لاسلیک کړ او قانوني بڼه یې غوره کړه".
دا تړون ایران کې له اسلامي انقلاب مخکې کلونو کې د ایران او امریکا ترمنځ د دوستانه اړیکو بنسټ و، خو د امریکا سفارت تر نیولو او د امریکايي ډيپلوماټانو تر یرغملولو وروسته ختم شو او لا هم له څلورو لسیزو راهیسې بیا په ځای شوی نه دی.
خو د مودې تېرولو تړون د ایران او امریکا ترمنځ یوازېنی ډیپلوماټیک تړون بلل کېږي چې د اړیکو پرېکېدو سره سره لا هم پر ځای و.
د دې تړون متن کې ویل شوي و چې که د تړون یو لوری ووت، نو تر یو کال دا تړون باور لرلی شي.
د ولسمشر ټرمپ نوی ګواښ

د عکس سرچینه، Getty Images
په دا مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، پلان لري چې د نورو هېوادونو وګړي هم امریکا ته له ور تګ منع کړي.
د سفر منع کولو طرحه چې دوه کاله مخکې ولسمشر ټرمپ لاسلیک کړې، دغه هېواد ته یې د ۷ هېوادونو د وګړو تګ بند کړی دی.
د ایران، لیبیا، سومالیا، یمن، ونزویلا، شمالي کوریا او سوریې وګړي ترې اغېزمن دي.
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې ممکن د اروپا، افریقا او اسیا نور هېوادونه هم دې بندیز ته ور زیات شي.
ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په ورځ داوو کې خبریالانو ته وویل، پوهېږئ، نړۍ کې څه روان دي، زموږ هېواد باید امنیت ولري.
نوموړي په دې هکله څه ونه ویل چې څومره هېوادونه نوي نوملړ کې راولي، خو زیاته یې کړه چې مالومات به یې ژر خپاره شي.
پولیټیکو رسنۍ وايي، بیلاروس، میانمار، اریتریه، قرغزستان، نیجریه، سوډان او تنزانیا ممکن نوي هېوادونه وي چې امریکا ته یې د وګړو تګ له ستونزو سره مخ کېږي.



















