یهودی عالم د ښځو او ماشومانو د 'غلامولو' په تور نیول شوی

دغه یهودی عالم د ارتودوکس یهودانو په ګڼ مېشتي کلي کې نیول شوی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه یهودی عالم د ارتودوکس یهودانو په ګڼ مېشتي کلي کې نیول شوی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

په قدس کې یو یهودی عالم له دې کبله نیول شوی، چې ۵۰ ښځې او ماشومان یې "مريي توب ته ورته وضعیت" کې ساتلي وو.

دغه یهودی عالم قدس کې خپل استوګنځي کې نیول شوی. پر هغه تور دی چې دغه ښځې او ماشومان یې له خپلو کورنیو لیرې ساتلي وو.

اسراييلي پولیس وايي، د بند پرمهال له ښځو سره په بېلابېلو لارو تاوتریخوالی شوی او پیسې یې غلا شوې دي.

تورن چې تر ۶۰ کلنۍ لوړ عمر لري پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

دغه یهودی د قدس ښار زړه په یوه ګڼ‌مېشتي کلي کې نیول شوی چې تر ډېره په کې ارتودوکس یهودان هم اوسېدل.

د پولیسو په خبرپانه کې راغلي، باور کېږي چې له تورن سره اته ښځې هم نیول شوې دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پولیسو ویاند میکي روزنفیلډ له خولې ویلي: "پوهېږو چې دغه ښځې او ماشومان په دې کور کې څو میاشتې ساتل شوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پولیسو دا هم ویلي چې مشکوک یهودي عالم "د دغو کسانو پیسې ترې اخیستې او د هغوی د خوښې خلاف یې نیولي دي."

پولیسو د دې قضیې په اړه کابو دوه میاشتې څېړنه کړې ده.