نیویارک: د یهودي عالم کور کې پنځه کسان په چړو وهل شوي

د ویډیو تشریح، نیویارک کې د یهودي عالم کور کې څو کسان په چړو وهل شوي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

راپورونه وايي، د امریکا د نیویارک ایالت په شمال کې یوې عبادت خونې ته څېرمه په یوه کور کې پنځه تنه په چړې وهل شوي دي. د ارتودوکس یهودانو د عامو چارو شورا په وینا دا کور د یوه یهودي عالم و.

دا شورا وايي، لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان چې ټول یهودان وو روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، مشکوک کس چې له سیمې تښتېدلی و، اوس له پولیسو سره دی، خو تر اوسه د پېښې انګیزه نه ده مالومه شوې.

د یهودانو دې شورا په خپل ټویټ کې ویلي چې یو ټپي شپږ ځلي په چړې وهل شوی دی.

دا برید داسې مهال شوی، چې د حانوکا په نامه د یهودیانو یو لرغونی اختر یا د اخلاص اختر مراسم لمانځل کېدل.

د یهودانو د شورا یوه غړي نیویارک ټایمز ته ویلي "د برید پرمهال په یاد کور کې لسګونه کسان راغونډ شوي وو."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

راپورونه وايي دا پېښه په یوه کور کې د هانوکا د مراسمو پر مهال شوې ده.

۶۵ کلن ارون کوهن چې د برید پرمهال د یهودي عالم کور کې و، وویل: "د ژوندي پاتې کېدو دعا مې کوله، بریدګر چې کله کور ته راننوت، برید یې پیل کړ او موږ د غبرګون ښودلو لپاره هېڅ فرصت ونه موند."

ښاغلی کوهن زیاتوي، بریدګر وروسته هڅه وکړه چې د کور په ګاونډ کې کلیسا ته ننوځي، خو خلکو یې مخه ونیوه، لار یې پرې وتړله او دروازه یې قلف کړه.

د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لیټېټیا جېمز ویلي چې دې پېښې غمجنه کړې ده.

نوموړې په خپل ټویټر کې ویلي: "ددې کرغېړنې پېښې په اړه زموږ زغم صفر ته رسېدلی او او دا بوږنونکې پېښه به وڅېړو".

New York Police Department officers stand guard at Fifth Avenue Synagogue in New York, December 11, 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پېښې انګېزه نه ده معلومه او دا هم نه ده معلومه چې برید کوونکی نیول شوی او که نه؟

حانوكا يا حَنوکا لرغونی یهودي اختر دی، چې اته ورځې دوام لري او معمولاً د عیسویانو له کرسمس سره هم مهاله وي.

یهودان په دې ورځ رخصت وي.