هغه سړی جریمه شوی چې د 'ښه بخت' لپاره یې د الوتکې ماشین ته پېسې ورغورځولې

د خپرېدو وخت

هغه چینايی سړی جریمه شوی چې لومړی ځل یې الوتکه کې سفر کاوه او د (ښه بخت) لپاره یې د الوتکې ماشین ته سیکې یا ماتې پېسې وراچولې وې.

دغه ۲۸ کلن سړي ته چې لوو چاو نومېږي، محکمې امر کړی چې لکي ایر نومي هوايي چلن شرکت ته ۱۷ زره دوه سوه ډالره تاوان ورکړي.

لوو چاو د محکمې پر وړاندې ومنله چې کله د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د چین په ختیځ انقینګ تیانژوشان هوايي ډګر کې الوتکې ته خوت، د الوتکې ماشین ته یې پېسې ورغورځولې.

نوموړی په تېر جولای میاشت کې محاکمه شوی، خو خبر یې دا وروستیو کې خپور شوی دی.

ویل کېږي، کله چې د الوتکې عملې له ماشین سره پر ځمکه د چینايي یووان ماتې پېسې لیدلې، الوت ځنډول شوی وو او د بلې الوتکې تر چمتو کېدو پورې ټول مساپر منتظر پاتې وو.

رپوټونو کې زیاته شوې، ښاغلی چاو پولیسو د عامه نظم ګډوډولو په تور تر لسو ورځو پورې بندي کړی و او وروسته یې محاکمې ته استولی و.

هوايي شرکت چارواکو په محکمه کې ادعا وکړه چې د ۱۷۲۰۰ امریکايي ډالرو زیان ورته رسېدلی دی.

خو ښاغلي چاو ادعا کوله هوايي شرکتونه باید خلکو ته خبرداری ورکړي چې الوتکو ته پېسې و نه غورځوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د الوتکو ماشینونو ته د پېسو ورغورځولو په تړاو یو څوک نیول کېږي. دا وروستیو کلونو کې داسې یو شمېر نورې پېښې هم شوې او په ۲۰۱۷ کال کې د یوه سپین ږیري مساپر له کبله هم الوت ځنډېدلی و.