اسټرالیا کې زرګونه خلک له اوره د سمندر خوا ته په تېښته دي

د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې زرګونه خلک له لګېدلیو اورونو د ځان ژغورنې لپاره د سمندر ساحل خوا ته په تېښته دي. د مالاکوټا سیمې خلکو ويلي، د اور لمبو اسمان سور کړی او دوی په وحشتناک حالت کې بېړیو ته وختل او له سیمې ووتل. حکومت ویلي چې له زیانمنې سیمې د خلکو ایستلو لپاره به پوځي الوتکې او بېړۍ ور لېږي.

چارواکي وایي، په نیو سوت وېلز ایالت کې دوه نور کسان هم وژل شوي، چې ورسره د روانو اورونو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی.

دوی همدا راز زیاتوي چې په وېکټوریا کې څلور او په نیو سوت وېلز کې یو کس لادرکه دی.

د وروستیو دوه قربانیانو مړي، چې ویل کېږي پلار او زوی دي، د نیو سوت وېلز په کوربارګو سیمه کې موندل شوي دي. دا ښارګوټی د سه شنبې پر ورځ د اور په لمبو کې راګېر شو او وسوځېد.

مالاکوټا کې بیا د اور وژنې ادارې چارواکي وایي، بادونو خپل لوری بدل کړی دی او ورسره د اور مخه هم له دې ښاره بل لور ته اوښتې ده.

د اسټرالیا په دوه ایالتونو، وېکټوریا او نیو سوت وېلز کې کابل دولس ځایونو کې جدي اور لګېدنې له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دې اورونو په پورته یادو ایالتونو کې کاب ۵۰۰ کیلومتره سیمه په خپله لمن کې اخیستې.

په سیمه کې د سیلانیانو ډېری چکر ځایونه تړل شوي دي او ور غځېدلې لویه لاره هم بنده ده.