د هند د پوځ راتلونکی لوی درستیز څوک دی؟

د عکس سرچینه، ANI
د هند د پوځ تورن جنرال منوج موکند نروني د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز کېږي او د جنرال بپن راوت ځای خپلوي.
د پوځ د اوسني لوی درستیز بپن راوت دنده د ډیسمبر پر ۳۱ ختمېږي او جنرال منوج موکند نروني دې مقام ته رسېږي.
تورنجنرال نروني دا مهال مرستیال لوی درستیز دی.
دا ګومارنه په داسې مهال ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر او توندلارۍ چارو په څېر مسلو باندې خپلو کې تاوتریخوالی لري.
تورنجنرال نروني پر ۱۹۸۰ کال سیک پلي غونډ کې وګومارل شو.
هغه کشمیر او شمال ختیځ هند کې د توندلارۍ خلاف هڅو کې پوره تجربه لري.
نوموړی جمو کشمیر کې د ملي کنډک مشري کړې او د تورنجنرال په توګه د اسام د پوځ د یوې برخې مرستیال مشر پاتې شوی دی.
ډېلي ته له تګ مخکې ښاغلي نروني کلکته کې د ختیځې قومندانۍ مشر و.
ختیځه قومندانۍ له چین سره د هند نږدې څلور زره کیلومتره پوله څاري.
ویل کېږي چې اوس ختیځه پوله کې لویې پوځي مانورو ترشا هم نروني دی.
د تورنجنرال منوج موکند نروني مېرمن وینا نروني ښوونکې ده او دوه لوڼې هم لري.


















