برلېن کې د نازیانو د پخواني مشر قبر راسپړل شوی

د خپرېدو وخت

د جرمني په برلېن ښار کې پولیس هغو نامالومو کسانو پسې ګرځي چې د پخوانیو نازیانو د یوه مشر راینهارډ هایډرېخ قبر یې راسپړلی دی. هایډرېخ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني (اېس اېس) ځواک یو مهم مشر و، چې په ۱۹۴۲ کال کې د چېک سلوواکیا اړوند کسانو لخوا ووژل شو.

د برلېن ښار په زړه کې د انوالېډز هدیرې یوه کار کوونکي د پنجشنبې پر ورځ پام شو چې د راینهارډ هایډرېخ قبر را سپړل شوی دی. خو پولیس وایي د مړي هډوکي لا هم په قبر کې دي.

د هایډرېخ په اړه ویل کېږي چې د نازي جرمني لخوا د اروپایي یهودانو په ټولوژنه کې یې مهم رول درلود. نوموړي په ۱۹۴۲ کال کې د هغې غونډې مشري کوله چې پکې د اډولف هټلر د (وروستي حل) په نام جنجالي پلان چمتو شو.

د دویمي نړیوالې جګړې په پای کې د جرمن ضد اتحادي ځواکونو پرېکړه کړې وه چې د نازي مشرانو قبرونو باندې به د مړي نوم نه لیکل کېږي.

د دوی اندېښنه دا وه چې دا قبرونه به په راتلونکي کې د نازیانو خواخوږو او ملاتړو لپاره په زیارتونو بدل شي.

راینهارډ هایډرېخ ته د (قصاب) لقب هم ورکړل شوی و، او د جرمن رایخ د د امنیت د مرکزي دفتر مشر و. پخپله اډولف هټلر د ده په اړه ویلي وو چې هایډرېخ د اوسپنې زړه لري.

دی تر ۱۹۴۲ کال پورې د بوهېمیا او موراویا پر سیمو واکمن و. پر هماغه کال د چېک سلوواکیا اړوند هغو کسان، چې برتانیا روزلي وو، د ده پر موټر برید وکړ.

راینهارډ هایډرېخ په هغه برید کې ټپي شو او وروسته یې د خپلو زخمونو له کبله ساه ورکړه.

د هغه برید په غبرګون کې نازیانو د لیدیس کلی وېجاړ کړ، ټول سړي او بالغ هلکان یې ووژل او ښځې او ماشومان یې د یهودان لپاره جوړو شویو ځانګړو پنډغالو ته ولېږل.

د جرمني قانون له مخې د قبرونو راسپړل یا سپکاوی ورته کول جرم دی، او که پر چا دا جرم ثابت شي نو له قانون سره سم چلن ورسره کېږي.