تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سودان مخکیني ولسمشر عمر البشیر اصلاحي مرکز ته واستول شو
د سودان پخواني ولسمشر عمر البشیر ته په یوه ټولنیز اصلاحي مرکز کې د فساد په تور د دوه کلونو تېرولو سزا ورکړل شوې ده.
قاضي د پرېکړې پر مهال وویل، د سودان قانون له مخې تر ۷۰ کاله د پورته عمر کسان زندان ته نه شي استول کېدای او عمر البشیر ۷۵ کلن دی.
پر ښاغلي بشیر په ۱۹۸۹ کال کې واک ته د رسېدو پر مهال د کودتا، ډله ییزې وژنې او له واکه د ګوښه کېدو پر مهال د احتجاجیانو وژلو تورونه هم لګېدلي دي.
د نوموړي د محاکمې پر مهال د هغه پلویانو شعارونه ورکول او دغه محاکمه یې 'سیاسي ' بلله. کله چې دغه کسان له محکمې وایستل شول، د ودانۍ بهر یې هم شعارونه ورکول.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ښاغلی بشیر به د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړاویو په تور هم محاکمه کېږي او که نه.
د فساد دغه محاکمه د هغو ۲۵ میلیونو ډالرو په تړاو و چې ویل کېږي نوموړي ته د سعودي عربستان ولیهد شهزاده محمد بن سلمان ورکړي دي.
عمر البشیر وايي، دغه پېسې له سعودي عرب سره د سودان ستراتيژیکو اړیکو د برخې په توګه ورکړل شوې دي او نوموړي د ځان لپاره نه دي کارولې، بلکې 'د بسپنې په توګه ' ورکړل شوې دي.
د محکمې له پرېکړې وروسته یوه مخکښ مدافع وکیل احمد ابراهیم اي ایف پي خبري اژانس ته ویل، دوی به د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.
له دې مخکې د ښاغلي بشیر یوه بل مدافع وکیل محمد الحسن ویلي و، چې دوی دغه محاکمه د قانوني پر ځای 'سیاسي ' بولي.
د سودان په محکمه کې د ښاغلي بشیر محاکمې هېڅ یوه قضیه له هغو قضیو سره تړاو نه لري چې د جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې کې د هغه پخلاف ثتب شوې دي.
په هغو قضیو کې د ډله ییزې وژنې، د بشریت خلاف جنګي جرمونو قضیې شته چې په ۲۰۰۳ کال د دارفور شخړې په تړاو دي.
ملګري ملتونه وايي، په هغه جګړه کې ۳۰۰ زره کسان وژل شوي وو او نژدې دوه نیم میلیونه بې ځایه شوي وو. په اپریل کې د نوموړي له ګوښه کېدو وروسته هاګ محکمې د نوموړي محاکمې غوښتنه کړې وه.