سودان: د ملکیانو او پوځیانو تر منځ د واک وېش د هوکړې لاسلیک

د خپرېدو وخت

د سودان واکمنې پوځي شورا او ملکي اپوزیسیون تر منځه د واک وېش مهمه هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې به د ملکي کسانو او جنرالانو یوه نوې ګډه شورا ټاکنو او ملکي واکمنۍ ته لاره هواروي.

محمد حمدان (حمیتي) چې سودان کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، دغې هوکړې شرایطو ته ژمنتیا څرګنده کړې ده. په تېر اپریل کې د پخواني واکمن عمر البشیر حکومت له منځه تلو وروسته سودان کې د ولسواکۍ لپاره پراخې مظاهرې شوې دي.

پر هوکړه د پوځي شورا لخوا حیمتي او ډګر جنرال عبدالفتاح عبدالرحیم لاسلیک وکړ او د مظاهره کوونکو د ازادۍ او بدلون په نامه اتحاد له لوري احمد الربیع لاسلیک ثبت کړ.

د شنبې پر ورځ پلازمېنه خرطوم کې د دغې هوکړې لاسلکېدو په مراسمیو کې د ایتوپیا او مصر لومړي وزیران او د سویلي سودان ولسمشر هم ګډون کړی و.

د هوکړې له مخې به د ټاکنو تر مهاله له شپږو ملکي کسانو او پنځو جنرالانو جوړه یوه خپلواکه شورا د هېواد چارې پر مخ بیايي.

پر دې هم هوکړه شوې چې د دریو کلونو مودې لپاره به دواړه لوري په نوبت سره د شورا مشري کوي او له ملکي کسانو به یو لومړی وزیر راتلونکې اونۍ وټاکل شي.

سودان کې د ۲۰۱۸ کال دسمبر کې د پخواني ولسمشر عمر البشیر له لوري د بېړني حالت له اعلانه وروسته حالات کړکېچن شول. د هېواد په ختیځ کې د نفتو او خوړو سبسډۍ کې له کمي راتلو وروسته ناارامي رامنځته شوه، چې وروسته تر پلازمېنې خرطوم پورې ورسېدې.

لاریونیانو له ښاغلي بشیره چې نژدې ۳۰ کاله واکمن و، غوښتل چې واک پرېږدي. مظاهره کوونکو د دفاع وزارت ودانۍ مخې ته هم مظاهرې وکړې او له هغه وروسته پوځ عمر البشیر له واکه ګوښه کړ، خو دوی په تدریجي ډول ملکي ادارې ته د واک د لېږد غوښتنه کوله.

د ډګر جنرال عبدالفتاح عبدالرحیم برهان په مشرۍ پوځي شورا واګې تر لاسه کړې خو ملکي ادارې ته د واک سپارلو بهیر خورا سوکه پر مختګ کاوه. سودان کې پوځ د یو موټي ځواک په حیث نه شته، بلکې ځینې برخو کې نیمه پوځي ملېشې او اسلامپاله وسله والې ډلې هم ځواکمنې دي.