امریکا د نقیب مسید په وژنه د تورن افسر نوم د بندیزونو نوملړ کې شامل کړ

د عکس سرچینه، EPA
امریکا متحدو ایالتونو د هغو کسانو په نوملړ کې چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، د پاکستان یوه پخواني پولیس افسر راو انوار نوم هم شامل کړی او بندیزونه یې پرې لګولي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو خزانې وزارت د بهرنیانو شتمنیو کنټرول ادارې د سې شنبې پر ورځ د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د بېلا بېلو هېوادونو پر ۱۸ کسانو بندیزونه لګولي دی.
په یوه اعلامیه کې د برما، لیبیا، سلواکیا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سویلي سودان د دغو کسانو چې نومونه یې په لیست کې شامل دي، په اړه ویل شوي چې له بشري حقونو یې سختې سر غړونې کړې.
اعلامیه کې ویل شوي، چې راو انوار د پاکستان کراچۍ ښار کې د پولیسو یوه افسر په حیث جعلي نښتې کړې چې پکې د پولیسو له لاسه خلک وژل شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، نوموړی په دغسې ۱۹۰ نښتو کې برخه درلوده، چې د وزیرستان یوه ځوان نقیب الله مسېد په ګډون پکې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي ادعا کېږي چې راو انوار د پولیسو د هغې شبکې مشري کړي چې له باج اخیستونکو، د ځمکو غصب کوونکو، قاچاقبرو او وژونکو مجرمانو سره یې مرسته کوله.
اعلامیه کې ویل شوي، راو انوار د دسیسې چمتو کولو او په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه له بشري حقونو د سرغړونې پېښو کې ښکېل و.
تېر کال جنورۍ کې د کراچۍ ملیر سیمې پولیسو افسر راو انوار ادعا وکړه چې نقیب الله مسېد یې له دریو نورو ملګرو سره په مخامخ نښته کې وژلی دی.

د عکس سرچینه، TWITTER
نوموړي نقیب الله مسېد د اسلامی دولت نومې ډلې یا داعش او سخت دریځې لشکر جهنګوي ډلې غړی بللی و، خو وروسته پاکستانۍ محکمې نقیب الله مسېد بې ګناه وباله.
د سږ کال مارچ کې محکمې راو انوار او ملګري یې د نقیب الله مسېد په وژنه رسماً تورن کړل، خو د نوموړي په ګډون ټول تورن کسان دا تورونه ناسم بولي.
د امریکا خزانې وزارت مرستیال جسټن جي په خبره تمرکز پر هغو کسانو شوی، چې بې ګناه انسانان یې وژلي، یا یې د هغو کسانو د وژلو امر کړی چې د بشري حقونو لپاره دریدلي دي چې ژورنالیستان، اپوزیسیون فعالان او مدافع وکیلان پکې شامل دي.
راو انوار په ۲۰۱۶ کال کې په یوه مرکه کې ویلي و، د پولیسو په ۱۵۰ نښتو کې یې برخه اخیستې ده او په وینا یې که له دندې ګوښه نه شي، دغه شمېر به نور هم ډېر شي.



















