د امریکا د نیوجرسي نښته کې د ۶ کسانو وژل کېدل

د خپرېدو وخت

د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له پولیسو سره وسلواله نښته کې شپږ کسان وژل شوي، چې یو پولیس افسر هم پکې دی.

نښته جرسي سیټي کې شوې چې له نیویارک سره ګاونډ کې او د هوډسن سیند پورې غاړه پرته ده.

د جرسي ښاروال وايي، دې پېښه کې دوه پولیس ټپي شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې، بېګا د دوو بریدګرو او پولیسو ترمنځ له یوې ګړۍ ډېره نښته وشوه.

لا هم مالومه نه ده چې دا برید ولې شوی، خو ځايي چارواکي وايي، باور نه لري چې د ترهګریز نیت له مخې دا برید شوی وي.

د هوډسن څارنوال هم منلې چې دوه پولیس او یو ولسي وګړی دې نښته کې ژوبل شوي دي.

د نیوجرسي ایالت شمال کې ځايي رسنۍ رپوټوي چې نښته یوه پلورنځي کې پیل شوه او دغلته دوو وسلوالو مورچه نیولې وه.

لومړني رپوټونه وايي، درې کسان چې د برید پر مهال پلورنځي کې وو په ډزو کې وژل شوي دي.

نښته څنګه پیل شوه؟

ځايي چارواکي وايي، لومړني رپوټونه وايي، دوه تورن لومړیو کې په هدیره کې له پولیس سره ونښتل او د هغه له وژلو وروسته په پیکپه (ډاټسن) کې له دې ځای وتښتېدل.

دوی بیا د خوراکتوکو پلورنځي کې مورچه ونیوه او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې.

دا مالومات د جرسي سيټي د پولیسو مشر مایک کلي خبریالانو ته ور کړي او ویلي یې دي چې دوو بریدګرو سره ټوپک او ډېر مجهز و، چې په برید کې یې پر پولیسو سلګونه ډزې وکړې.

د دې چارواکي په خبره، د ترهګریزو بریدونو سره د مقابلې د ځانګړي ګارډ په ګډون د ځانګړو پولیسو لسګونه سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

نوموړی وايي دغه پېښه کې دوه بریدګر او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

پلورنځي کې یو ټپي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

۱۹۹۱-۲۰۱۸؛ امریکا کې د خونړیو ډزو پېښې

۱۹۹۱: د جورج هینارډ په نامه یوه سړي د ټکساس ایالت کیلین ښار د یوه رسټورانټ پر اغزن تار خپل موټر وخېژاوه ۲۳ کسان یې په ډزو ووژل او بیا یې ځان هم وواژه.

۱۹۹۹: ایریک هاریسڼ او ډایلان کلیبولډ پر خپلو ملګرو او یوه ښوونکي د کولوراډو ایالت لیټلټون په کولمباین ښوونځي کې ډزې وکړې او ۱۳ کسان یې ووژل.

۲۰۰۷: د سیونګ هوی چو په نامه یوه محصل د ویرجینیا پروهنتون د ټکنالوجۍ پر محصلینو ډزې وکړې او ۳۲ کسان یې ووژل او بیا یې ځان وواژه.

۲۰۰۹: د امریکا پوځ کې جګړن نضال مالک حسن ټکساس ایالت په فورټ هوډ اډه کې په ډزو ۱۳ کسان ووژل.

۲۰۰۹: د نیویارک کډوالو یوه مرکز کې جیفرلي وونګ په ډزو ۱۳ کسان ووژل او بیا یې ځان هم وواژه.

۲۰۱۲: د اډم لانزا په نامه یوه سړي د کانیټیکټ ایالت په سانډي هاک کې پر ۲۰ ماشومانو- چې عمرونه یې د ۶ او ۷ کلونو ترمنځ وو، ډزې وکړې او د شپږو بالغو کسانو په ګډون یې ۲۷ کسان ووژل او بیا یې ځان وواژه.

۲۰۱۳: د احتیاطي امریکايي ځواکونو یوه پوخي واشنګټن کې د سمندري ځواکونو پر یوې ډلې ډزې وکړې او ۱۲ پوځيان او ولسي وګړي یې ووژل، وروسته دی هم پولیسو وواژه.

۲۰۱۴: په وسلو سمبال کس د کلیفورنیا ایالت پر یوه ټولنیز مرکز برید وکړ، ۶ کسان یې ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل، بیا یې پخپله وسله ځان هم وواژه.

۲۰۱۵: د سید رضوان فاروق په نامه سړي او مېرمنې یې تاشفین مالک په سن برناردینو کې پر کارکوونکو ډزې کړې او ۱۴ کسان یې ووژل.

۲۰۱۶: د عمر متین په نامه افغان د اولانډو په شپني کلپ کې په ډزو لږترلږه ۴۹ کسان ووژل، وروسته په ډاګه شوه چې نوموړی د "اسلامي دولت" نومې ډلې ملاتړی و.

۲۰۱۷: ۶۴ کلن سټیفن باډوک د هوټل له دوه دېرشم پوړ له کړکۍ د موسیقۍ پر یوه مېله ځي ډزې وکړې او ۵۸ کسان یې ووژل او ۵۰۰ نور یې ټپیان کړل.

په همدې کال، یوه وسله وال د ټکساس ایالت یوه کلیسا کې ۲۵ عبادت کوونکي ووژل.