تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بي بي سي څېړنه: څلوېښت سلنه برتانویان د ناروغۍ په پلمه له کاره پټېږي
د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې د برتانیا له پنځو کارکوونکو یې یو له کاري ورځې د ځان ژغورنې لپاره د ناروغۍ پلمه کوي.
د دغې سروې پوښتنو ته ځواب کې ځینې خلکو نه یوازې دا ومنله چې د ناروغۍ په هکله یې دروغ ویلي، بلکې دا هم وايي چې د نورو له کار او زیاره یې په خپل نامه ګټه اخیستې.
په داسې حال کې چې د پاخه عمر کسانو پرتله ځوان کارکوونکو دې لړ کې د زیاتو درواغو ویل مني، خو له همکارانو سره په دې لړ کې د درېدو ډېره لیوالتیا هم څرګندوي.
د برتانیا احصایې ملي ادارې په وینا په اوسط ډول یو کارکوونکی په کال کې د ناروغۍ لپاره ځانګړې څلور رخصتۍ اخلي.
د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د رخصتۍ لپاره د زکام، ملا درد، رواني ناروغیو او یا (نورو) ستونزو دلیلونه وړاندې شوی دی.
د بې ضرره دروغو تاثر له کبله د حکومت په شمېرو کې نه دي شمېرل شوې.
په دغه سروې کې د ټولې برتانیا له ۳۶۵۵ داسې کسانو پوښتنې شوې چې عمرونه یې له ۱۶ کلنۍ پورته دي.
دغه موندنې اصلاً د یوې بلې پراخې سروې برخه ده چې له خلکو د سمو او ناسمو کړنو تصور په تړاو پکې پوښتنې شوې دي.
سروې کې دا هم معلومه شوه چې ۶۶ سلنه کارکوونکي د خپلو هغو ملګرو په تړاو کاري مشرانو ته رښتینی حال نه وايي، چې دوی ګومان کوي د رخصتۍ لپاره یې دروغ ویلي دي.
یوه مسلکي روان پوهه هیلې لیویس وايي، دا باور غواړي چې خلک مدیرانو ته د رخصت لپاره ووايي او خپلمنځي اړیکي ښه نه وي، کارکوونکو ته په داسې نظر کتل کېږي چې رښتیني نه دي.
دغه راز سروې ښيي چې د پاخه عمر کسانو پرتله په دفترونو کې ځوان کسان د ښځینه همکارانو لپاره غږ پورته کوي.
څېړنه ښيي که مشر مدیران یوه ښځینه کارکوونکي پر ملا وټپوي له ۳۴ کلنۍ کم عمره همکاران یې د خپلو مشرانو همکارانو پرتله دوه برابر ډېر احتمالاً مخې ته درېږي او له ۵۵ کلنۍ پورته ایله ۱۶ سلنه کسان پر دې موضوع موافق ښکاري.