ولسمشر ټرمپ له نیویارک فلورېډا ته کډه بار کړه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، نیویارک کې د ټرمپ برج په ځای به فلوریډا خپل تلپاتې استوګنځی کړي.
هغه زیاتوي سره له دې چې په میلیونونو ډالر مالیه ور کړې، خو د نیویارک سیاسي مشرانو ور سره سخت چلن کړی دی.
ښاغلی ټرمپ نیویارک کې زېږدلی، خو ډېر وخت یې د پالم بیچ په ماریلاګو سیمه کې تېر شوی دی.
جمهوریپال ولسمشر د نیوارک والي انډریو کیومو او نیویارک ښاروال بېل ډي بلاسیو سره مخ دی چې دواړه دیموکراټان دي.
دوی دواړو د ولسمشر د دې خبرې هرکلی کړی دی.
ښالي ډي بلاسیو ټوېټ کړی دی:
"پام کوه د تلو پر وخت دې دروازه له شا ونه وهي".
ښاغلي کوم د مالي ور کولو په هکله ډونلډ ټرمپ ننګولی او لیکلي یې دي: "فلوریډا در ومو باښه".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلی ټرمپ د خپلې مالیې د شخصي مالوماتو له ډاګیزولو هم ډاګه کوي.
هغه له ۱۹۸۵ کال راهیسې ماريلاګو سیمې مالک دی او بیا بیا د دې ځای او سپینې ماڼۍ ترمنځ ځي راځي.
ولسمشر ټرمپ راتلونکی کال بیا ولسمشرۍ ته نوماندېږي او د پنجشنبې په ورځ یې هیله وښوده چې نور پنځه کلونه د سپینې ماڼۍ واکمن شي.
هغه وویل، تل به نیویارک یادوي، خو زیاته یې کړه: له بده مرغه سره له دې چې دې ښار کې مې هر کال په میلیونونه ډالر ایالتي او ځايي مالیه ور کړې، خو ښاري او ایالتي سیاسي مشرانو ډېر بد چلن را سره کړی، یو څو لا ډېر بد چلن کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
نیویارک ټایمز رپوټوي چې ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې ملانیا تېر سپټمبر فلوریډا کې د استوګنې لپاره ثبت شوي دي.
ټرمپ ټاور کې منهټن له ۱۹۸۳ کال راهیسې د ولسمشر ټرمپ تلپاتې استوګنځی دی، خو مالومه نه ده چې ساتي یې که نه.
د اېن بي سي تلوېزون رپوټ وايي، له ولسمشر کېدو راهیسې ډونلډ ټرمپ ۹۹ ورځې په ماریلاګو کې تېرې کړې، خو ۲۰ ورځې یې ټرمپ ټاور کې پاتې شوی دی.
سپینې ماڼۍ د ولسمشر د دې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي، خو نیویارک ټایمز ډونلډ ټرمپ ته د نږدې کس له خولې د دې پرېکړې لامل مالیه بولي.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د اکټوبر لومړیو کې یوه قاضي له ټرمپ وغوښتل چې د نیویارک پلټونکو ته د تېرو اتو کلونو د مالیې مالومات ور کړي.



















