تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ پر ترکیې لګول شوي بندیزونه ختم کړل
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن چارشنبه اعلان وکړ چې پر ترکیې هغه ټول بندیزونه یې ختم کړي چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې پرې لګولي وو. امریکا وروسته له هغې پر ترکیې بندیزونه ولګول چې ترکي پوځیانو د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړل.
خو ولسمشر ټرمپ واشنګټن کې د خپلې وینا پر مهال اعلان وکړ چې ترکیې په سیمه کې دایمي اوربند ته غاړه ایښې ده، او له همدې کبله امریکا پر ترکیې خپل بندیزونه ختموي.
ولسمشر ټرمپ وویل، که ترکیه بیا کوم داسې ګام پورته کړي چې د امریکا په ګټه نه وي نو د بندیزونو پر موضوع له سره غور کېدلی شي.
نوموړي وویل، امریکایي پوځیان د ۳۰ ورځو لپاره سوریې ته تللي وو، خو اوس یې هلته لس کاله پوره کېږي او دی غواړي چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له دې هېواده را وباسي.
خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې یو شمېر امریکایي پوځیان به د ترکیې په هغو سیمو کې پاتې کېږي چېرته چې تېل تولېدېږي، او دې سیمو کې به د تېلو څاګانې خوندي کوي.
د ولسمشر ټرمپ له دې اعلان وړاندې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په مسکو کې له څو ساعته خبرو وروسته هوکړه وکړه چې د سوریې په شمال کې اعلان شوی اوربند وغځوي او سیمه کې روسي پوځیان ځای پر ځای شي.
د سوریې له شماله رپوټونه وایي، روسي پوځيانو د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې سیمه کې ځای پر ځای کېدل پیل کړي دي. دوی له دغې سیمې د کردي ځواکونو لېرې کولو لپاره د روسیې او ترکیې تر منځ د هوکړې له مخې دغه سیمه کې فعالیت پیلوي.
د روسیې رسنیو د خپل هېواد دفاع وزارت چارواکو له قوله ویلي اوس دغه پوځونه له فرات سینده تېر شوي دي او په سرحدي سیمه کې د کوباني ښار پر لور درومي. د دغې هوکړې له مخې کردي ځواکونو ته د چهارشنبې له غرمې وروسته ۱۵۰ ساعته وخت ورکړل شوی چې د پولې اوږدو کې ۳۰ کیلومتره سیمه خالي کړي.
ترکي ځواکونه به په هغه سیمه کې پاتې شي چې د کردانو پر ضد وروستیو عملیاتو کې یې نیولې ده. ترکیه کرد وسله وال ترهګر بولي. ترکیه داسې پلان هم لري چې پولې ته څېرمه یو (خوندي زون) جوړ کړي او په ترکیه کې مېشت نژدې دوه میلیونه سوریايي کډوال دلته استوګن کړي.
د روسیې او ترکیې تر منځ دا هوکړه په داسې مهال ده چې له دې سیمې د کردانو پر شما تمبولو لپاره د ترکیې پوځي عملیات درول شوي دي.
د دې توافق له مخې روسي او سوریه يي ځواکونه به سملاسي له پولې د کردي ځواکونو د وتلو څارنه وکړي. تر اوسه په دې اړه کردي ځواکونو څه نه دي ویلي. ترکیه دوی د 'ترهګرو' په توګه پېژني.
د ترکیې او روسیې ترمنځ په دې هوکړه کې ټاکلې ده چې له راتلونکې اوونۍ به د دواړو هېوادونو ځواکونه په ګډه پر یاده پوله ګزمه کوي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په دې اړه مجلس د روسیې د تور سمندرګي سره د سوچي ښار په یوه استوګنځي کې شپږ ساعته وخت نیولی او ورپسې تېره شپه دغه هوکړه اعلان شوې ده.
د امریکا په منځګړیتوب د سوریې په شمال کې د ترک ځواکونو او کوردي وسله والو ترمنځ د اوربند ټاکلې موده د تېرې ورځې ترماښام پای ته رسېده او ورسره ترکیې ګواښ کړی و چې د دې وسلوالو پرضد به بیا عملیات پیل کړي.
د کوردانو پروړاندې د ترکیې پوځي عملیات وروسته له هغه پیل شول چې امریکا په ناڅاپي ډول د سوریې له شمال د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.