امریکا وايي، ترکیه د سوریې په شمال کې اوربند کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس ویلي، ترکیې په شمالي سوریه کې د کردانو په مشرۍ د ځواکونو وتلو لپاره پر اوربند هوکړه کړې.

ښاغلي پېنس په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردګان سره له لیدو وروسته دغه اعلان کړی دی.

نوموړی وايي، د ۱۲۰ ساعتونو یا پنځو ورځو لپاره به اوربند داسې حال کې پر ځای پاتې وي چې د کردانو په مشرۍ وسله وال ځواکونه 'په منظم ډول ' له هغې سیمې ووځي چې ترکیه یې 'خوندي زون ' بولي.

ښاغلي پېنس داسې مهال ترکیې ته سفر کړی چې ویل کېږي د ترکیې ولسمشر څو ورځې مخکې د ولسمشر ټرمپ د خځلو ټوکرۍ ته وغورځاوه.

ترکیې تېره اونۍ خپل پوځونه له سوریې سره د ګډې پولې بل لور ته واستول.

د دغه هېواد چارواکو ادعا کوله هدف یې دا دی چې له پولې سره یوه خوندي سیمه رامنځته کړي، ترکیې کې مېشت سوریايي کډوال هلته مېشت کړي او کردي ځواکونه له سیمې پر شا وتمبوي.

ترکیې له پولې بل لور ته د پوځونو استولو پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغې سیمې د خپلو ځواکونو ایستلو اعلان وکړ.

د ولسمشر ټرمپ پر دغې هوکړې په هېواد کې دننه او په نړیواله کچه نیوکې وشوې او یو شمېر کسانو ګومان کاوه چې دې سره ولسمشر ټرمپ ترکیې ته (شین څراغ وښود) چې د سوریې په خاوره کې دننه عملیات پیل کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د خپل مرستیال له اعلانه مخکې د اوربند په اړه یوه ټویټر پیغام کې وویل، چې ''د میلیونونو کسانو ژوند به وژغورل شي. ''

بل لور ته په دې تړاو د اعلان پر مهال ښاغلي پېنس له ښاغلي ټرمپه د پیاوړي مشرتابه له کبله مننه وکړه. نوموړي وویل:

''هغه اوربند غوښت، هغه د تاو تریخوالي بندیدل غوښتل ''