امریکايي سرتيري له سوریې عراق ته ځي

د خپرېدو وخت

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي پوځیان یې له سوریې وځي او د عراق په لوېدېځ کې به مېشت شي.ښاغلي اسپر خبریالانو ته ويلي د دغه کار موخه په عراق کې د داعش له بیا ځواکمنېدو سره مقابله او د دغه هېواد له دفاع سره مرسته ده.

د نوموړي په وینا د دغه پوځیانو شمېر زرو ته رسېږي او له سوریې وتل به یې څو اوونۍ وخت ونیسي.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، له سوریې به خپل پوځیان امریکا ته ستنوي.

ښاغلي ټرمپ د اسپر خبرو ته په اشارې په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي: "د سوریې شمال کې اوربند ښه ټینګ شوی دی."

ښاغلي ټرمپ په دې ټویټ کې چې وروسته یې لېرې کړ په تېروتنې د دفاع وزیر نوم مارک اسپرانتو لیکلی و. ترڅنګ یې له جګړې سره سره د اوربند د ټینګېدو خبر هم ورکړی و.

په سوریه کې د ترکیې نظامي عملیات وروسته له هغې ودرېدل چې تېره اوونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر انقرې ته سفر وکړ او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له ترکیې سره د سوریې د پولې له شاوخوا د شاتګ په اړه د ولسمشر اردوغان له غوښتنې سره هوکړه وکړه.

دې ځواکونو ویلي ترکیې ته نژدې له راس العین څخه په شاه شوي دي.

له دې سره ترکیه او د سوریې کردان یو بل له اوربند پر سرغړونو تورنوي.

د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي اکار د یکشنبې په ورځ ویلي و چې تل ابیض ته نژدې یې یو سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.

له دې خبرو ترمخه دې د ترکیې دفاع وزیر ویلي و چې په راس العین کې یې په ۳۶ ساعتونو کې ۱۴ بریدونه کړي.

بل خوا د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو ترکیه له اوربند پر سرغړونې تورنه کړې او زیاتوي چې له راس العین څخه د دوی د وتلو خوندي لارو له برابرولو یې انکار کړی دی.