تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې او سوریې پوله کې له اوربند سره بیا هم ډزې
سره له دې چې ترکیې د سوریې پوله کې د پوځي عملیاتو د درولو او اوربند خبره کړې، خو له سیمې د تیت پرک ډزو رپوټونه ور کړل شوي دي.
سیمه کې خبریالان وايي، راس العین ښار ته نږدې د توپونو ډزې، د چاودنو غږونه او تیت پرک ضربې اورېدل کېږي او هم د ښار له ځینې سیمو لوګی پورته کېږي.
د ترکیې او امریکا له هغې ګډې اعلامیې لا یوه ورځ نه تېرېږي چې دا رپوټونه خپرېږي.
په دې اعلامیه کې تورکیې ژمنه کړې چې سوریه کې د ډیموکراټیکې سوریې د ځواکونو پرضد د پنځو ورځو لپاره خپل عملیات ځنډوي.
د ډیموکراټیکې سوریې ځواکونه کورد وسلوال دي او ترکیې یې د پي کې کې یا کارګر ګوند اړوند بولي.
پي کې کې د ترکیې د کورد مېشته سیمو بېلتون غواړي، خو انکره او واشنګټن دا ډله ترهګره بولي.
د ترکیې دا عملیات د اکتوبر پر ۹ پیل شوي او د امریکا او ترکیې د ګډې بیانیې له مخې انکره تمه لري چې پنځه ورځني اوربند کې کورد وسلوال د دوی له تمې سره سم له سرحدي پټې ووځي.
د دې بیانیې عملي کېدو سره ترکیه خپلې موخې ته رسېږي چې د دغه هېواد او سوریه کې د کوردانو د واک لاندې سیمې ترمنځ بې پرې سیمه رامنځ ته کول دي.
ترکیه وايي سوريايي کډوال دغه سیمه کې دېره کوي او څارونکي هم وايي چې ممکن ترکیه دا سیمه د سوریې ملي پوځ ته وسپاري چې د بشار اسد حکومت مخالفه ډله ده او ترکیه یې ملاتړ کوي.
د سوریې ملي پوځ اوس هم د ترکیې په ملاتړ دغو عملیاتو کې برخه لري.
د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو لا څه نه دي ویلي چې دا اوربند مني که نه او نه هم امریکايي چارواکو په دې هکله څه ويلي.
د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د داغش ضد جګړه کې د امریکا ملاتړي و.
خو له دې سیمې د امریکا د څو سوو سرتېرو وتلو سره ترکیې د عملیاتو خبره وکړه او په غبرګون کې کوردانو وویل، چې امریکا له شا په توره ووهل.
د ترکیې د عملیاتو پیلېدو پسې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه لیک کې له ترک سیال وغوښتل چې له دې کار لاس واخلي او حماقت ونه کړي.
له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د ډونلډ ټرمپ پرېکړه په کور د ننه هم له نیوکو سره مخ ده او د دغه هېواد کانګرېس په یوه ګډن بیان کې وغندله.