"ملي پوځ"؛ سوریه کې د ترکیې ملګري او ملاتړي څوک دي؟

د خپرېدو وخت

"د سوریې ملي پوځ" رېښه د سوریې ازاد پوځ ته رسېږي، چې د دغه هېواد د کورنۍ جګړې پیل کې یا اته کاله مخکې د سوریې د پوځ له یو شمېر بېل شويو کسانو او له دوی سره یو ځای شویو وسلوالو جوړ شو او د بشار اسد د حکومت پرضد یې جګړه پیل کړه.

خو دا پوځ بیا په اسلامپالو او منځلارو ووېشل شو او بیا یې ان د یو بل ټټر ته ټوپک هم ونیو.

ترکیه چې د حکومت ضد ځینې ډلو سره یې د وسلو او پیسو او روزنې مرسته کوله او درې کاله مخکې یې د فرات پر ختیځ د ولکې لپاره عملیات پیل کړل، نو هڅه یې وکړه چې دا وسلوال منظم او یوه قومنده کې راولي چې لارښوونه یې اسانه او له نورو ډلو یې بېلول اسان شي.

د ترکیې ملاتړو ځینې وسلوالو ډلو ادلب کې "د ملي ازادي بښونکي جبهې" او بیا د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې- په عفرین کې د ترکیې له عملیاتو پیلېدو مخکې- "د سوریې ملي پوځ" په نوم خپل شتوالی اعلان کړ.

د سوریې پر شمال ختیځ د ترکیې د لومړني برید له پیلېدو پنځه ورځې مخکې( د اکتوبر پر ۴) "د سوریې ملي پوځ" په ادلب کې "د سوریې ازادي بښتونکې جبهې" سره یو ځای او "ملي پوځ" یې جوړ کړ.

د دې پوځ قومندان جنرال سلیم ادریس دی چې د سوریې د کورنۍ جګړې پیلدو سره "د سوریې ازاد پوځ" لومړنی قومندان و او د ترکیې له حکومت سره نږدې اړیکي لري.

د ملي پوځ د وسلوالو شمېر

د سوریې شمال لوېدیځ کې د فرات څنډو او عفرین کې د سوریې ملي پوځ له څلوېښت زره وسلوالو جوړ شوی چې په دغو سیمو کې د ترکیې له عملیاتو وروسته ځای په ځای شوي وو.

په ادلب کې هم "د ازادي بښونکې جبهې" د وسلوالو شمېر څلوېښت زرو ته رسېږي.

نوې وسلواله ډله "د سوریې ملي پوځ" له څلوېښت زرو وسلوالو او ادلب کې د وسلوالو له یوې برخې جوړه شوې.

د شمېر په هکله یې کومه رسمي شمېره نشته، خو د ترکیې دولتي تلوېزون یا ټي ار ټي یې شمېر تر شپېتو زرو وسلوال بولي.

د دې ډلې یو قومندان بي بي سي ته وايي چې د عملیاتو لومړي پړاو کې د دې ډلې له څلوېښت زرو وسلوالو یوازې څوارلس زره د سوریې شمال ختیځ کې د جګړې لپاره په پوله کې ځای په ځای شول.

اټکل دی چې د عملیاتو زیاتېدو سره د دې وسلوالو شمېر ډېر شي.

جیش اسلام ادلب کې یوه توندلارې ډله ده، "د ملي پوځ" برخه نه ده، خو بیا یې هم جګړه کې د ترکیې د ملاتړ خبره کړې ده.

ملي پوځ کې کومې ډلې دي؟

د څلورو لویو خواوو په ګډون له دېرشو ډېرې ډلې دې پوځ کې دي.

د څلورو لویو خواوو دوه ډلې د ترکیې هغه تورکمن وسلوال دي چې له ډېرو کلونو راهیسې سوریه کې د ترکیې د عملیاتو ملاتړي او ژمن ملګري دي.

دوه نورې سترې ډلې د حمزه او منتصر باالله لېواوې دي چې پر ۲۰۱۵ کال د ترکیې او امریکا د پوځ په څارنه وسلوال او روزل شوي دي.

امریکا د ۲۰۱۷ کال تر پای د دې ډلو ملاتړ کاوه، خو وروسته یې اړیکي ور سره وشلېدل.

دې ډلو سوریه کې د ترکیې پوځي عملیاتو کې مهم رول درلود.

د ۳۵۰ کسانو کوچنۍ کوردۍ ډله هم د ملي پوځ برخه ده. دې کوردانو کې ځینې هغه کسان دي چې د سوریې شمال ختیځ کې د د ډیموکراټیکې سوریې ډلې د واک خپلولو سره یي دا سیمه پرېښوده.

ترکیې د تېرې اونۍ د چارشنبې په ورځ د ډیموکراتیکې سوریې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل.

نویو عملیاتو کې رول

د ملي پوځ څوارلس زره وسلوال د سوریې شمال ختیځ ته له پولې ور اوښتي.

درې لېواوې یې له سوریې سره پوله کې ځای په ځای دي. ټاکلې ده دوه لېواوې یې تل عبید سرحدي ښکارګوټي او دریمه لېوا راس العین ته ننوځي.

نور هم د ترکیي د پوځ امر په تمه دي او پولو کې یي سنګر نیولی دی.

کله چې ترکیې تازه عملیات پیل کړل او سوریې ته یې ځواکونه ننوتل د ملي پوځ څو قومندانان چې له سیمې سره ښه بلد دي د ترک پوځ لارښوونه یې کوله.

په سبا سهار یوه وړه برخه وسلوال هم له پولې ور واوښتل.

سوریه کې د ترکیې د عملیاتو له دویم پړاو وروسته د امنیتي څار په توګه ټول مخالف وسلوال هغو سیمو کې دېره شول چې له کورد وسلوالو پاکې شوې دي.

په کومو سیمو کې چې دا ډلې د نظم لپاره هڅه کوي، له یو بل سره یې د لاس ګرېوان کېدلو خبرونه هم شته.

عفرین کې د کورد وسلوالو پرضد له عملیاتو وروسته دا رپوټونه هم دي چې ترک ملاتړو وسلوالو ولسي وګړي وژلي یا یې لوټلي دي.

خو د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالین وايي، حکومت دغه رپوټونه "ډېر جدي" ګڼي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کوي.