وږی ځوان څنګه د خوړو د میلیوني کاروبار څښتن شو؟

د خپرېدو وخت

ټیمو بولډټ د مالي برخې مسلکي کس و، وايي دومره بوخت و چې سوپرمارکېټ ته د سودا اخیستو لپاره یې هېڅ وخت نه درلود. په ۲۰۱۲ کال یې لندن کې د اوږدو ساعتونو لپاره کار کاوه، هغه ګڼ ساعتونه د یوې هوسا راتلونکې لپاره کار کولو او اسانه لار یې موندله چې کور کې ځان ته خواړه پاخه کړي.

ټیمو و وايي: "سره له دې چې وخت به مې درلود، خو کله به رانه خواړه خوسا شول او کله کله به د پخلي په برخه کې انلاین لارښود هم ګټه نه راسره کوله."

نوموړی وايي له ځان سره به یې تل دا فکر کاوه چې څنګه خپلې ستونزې حل کړي او ځان ته هرڅه اسانه کړي.

له همدې امله یې په دې برخه کې څېړنه پيل کړه چې څنګه کوای شي ځان ته او هغو خلکو ته چې دده په څېر ستونزې لري اساني رامنځ ته کړي.

ټیمو وايي بلاخره یې حل لار ومونده. هغه څه چې ټیمو او نورو بېوځله خلکو ورته اړتیا درلوده دا وو چې یو داسې شرکت جوړ کړي چې خلکو ته د پوسټ له لارې په منظم ډول د خوړو بستې واستوي. په بستو کې باید د پخلي لپاره له وړاندې مواد او ورسره د پخولو لارښود چمتو شوی وي.

هغه مهال یعنې اوه کاله وړاندې یو څو نور شرکتونه وو چې دغه ډول خدمتونه یې وړاندې کول، خو ټیمو فکر کاوه چې ددې کار بازار ګرم دی او له همدې امله یې خپله دنده پرېښوده او د خپل ځان لپاره د یوه شرکت جوړولو کار یې پیل کړ.

بلاخره یې د ګوسټو (Gousto) په نوم د خوړو د رسولو یو سوداګریز بنسټ جوړ کړ. په اوه کلونو کې یې چټک پرمختګ وکړ او د ټیمو په وینا کلنی عاید یې شاوخوا ۱۰۰ میلیون پونډو ته رسیږي.

ګوسټو او ورسره نور سیال سوادګریز بنسټونه لکه سېمپلي کوک (Simply Cook) او ماینډفول چېف (Mindful Chef) اوس په برتانیا کې د یوه لوی شرکت برخې دي، کلنۍ شاوخوا یو میلیارد پونډه عاید ترلاسه کوي.

اټکل کیږي چې په نړیواله کچه د خوړو د خدمتونو وړاندې کوونکی دغه سیکټور به په ۲۰۲۵ کال کې ۹ میلیارده عاید وکړي.

اوس ګوسټو خپل کارکوونکي له ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ کسانو زیات کړي دي. د دوی ټول کارکوونکي په برتانیه کې مېشت دي. دغه شرکت اوس له پیل راهیسې ډېر پراخ شوی دی.

د جرمني په برلېن کې زېږېدلی ټیمو شل کلن و چې لندن ته لاړ. په خپلو ۷۵ زره ذخیره کړیو پونډو یې ګوسټو پیل کړ او وروسته یې د ملګرو او کورنۍ په مرسته خپله بودیجه ۱۳۰ زرو ته لوړه کړه.

"کله چې مې پيل وکړ، له خپل کور نه مې کار کاوه او هېڅ بودیجه مې نه لرله. د هېڅ په بدل کې مې لوړ معاش پرېښود. په ازمایښتي ډول به مې لومړی خپلې کورنۍ او ملګرو ته د خوړو بستې استولې."

په لومړیو درې کلونو کې ټیمو خپل لګښت هم نه شو پوره کولی، خو زیاتوي چې هیله مندي یې د بریا ټکی دی.

لکه د نورو سوداګرو په شان دی هم وايي، په پیل کې یې هر کار کړی چې خپله سوداګري بریالۍ کړي، ان که د ده پر کورني ژوند منفي اغېز هم وکړي.

"مشتریانو ته به مې خپل شخصي نمبر ورکاوه، هغه کار چې مېرمنې مې ترې کرکه کوله. خلکو به راته نیمه شپه زنګونه وهل او پوښتنه به یې کوله چې ددوی بستې ولې نه دي ور رسېدلې، دې کار راته ډېر ګټه وکړه چې وپوهېږم څنګه باید خپل کار پرمختللی کړم."