شهزادۍ شیخه لطیفه: کور ته پر ستنېدا مرګ غوره ګڼم

د متحده عربي اماراتو عرب شهزادګۍ شیخه لطیفه، چې ټیک ۱۸ میاشتې مخکې له دوبۍ نه د تېښتې پرمهال ترۍ تم شوې وه، وايي کور ته تر ستنېدا په مرمیو ویشتل غوره ګڼي.
د "لطیفه _خوشې_کړئ" په نامه یو کمپیان هم پیل شوی، چې له ملګرو ملتونو غواړي پر متحده عربي اماراتو فشار راوړي چې د هغې په حق کې منصفانه ګام پورته کړي.
د شیخه لطیفه نژدې فنلنډۍ ملګرې تینا جوهیاینېن چې د لطیفې د تېښتې هڅه کې ښکېله بلل شوې ده، وايي، شیخه لطیفې په وسلو سمبالو کسانو ته ویلي، "ددې پرځای چې کور ته ستنه کړل شم، په مرمیو ویشتل غوره ګڼم".
د متحده عربي اماراتو چارواکو په تېره ډیسمبر میاشت کې ویلي وو، د شیخه لطیفه په اړه رپوټونه ناسم دي او هغې په دوبۍ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه.
دوی دا هم ویلي وو چې هغه د کورنۍ په ډېر خوندي ځای کې ده.
د دوبۍ د واکمن لور هڅه کوله چې له دوبۍ وتښتي، خو ونیول شوه.
تینا جوهیاینېن بي بي سي ته ویلي: "موږ په یوه کابین کې وو، کله مو چې له پاسه لوړ غږونه واورېدل، د مرمیو ډزې وې، ما فکر کاوه چې ګني ما به ووژني. خو لطیفه په ډېره زړورتیا سره لاس په کار شوه. هغې ورته ویل چې یوازې مې پرېږدئ، دا د هغې وروستۍ خبرې وې (بېرته مې دوبۍ ته مه ستنوئ، همدلته مې په ډزو وولئ)."

د شهزادګۍ لطیفه د تره زوی وايي، غواړي ډاډه شي چې هغه خوندي ده.
د بشري حقونو وکیل ډېوېډ هې له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دوبۍ فشار راوړي چې د لطیفې برخلیک مالوم کړي.


















