سعودي د ۴۹ هېوادونو ګرځندویانو ته ویزې اسانوي

د خپرېدو وخت

سعودي عربستان پر تېلو د کمې تکیې په پار یې د سیل او سیاحت عاید ته مخه کړې چې له امله یې خپلې دروازې د نړېوالو ګرځندویانو لپاره د پرانېستو پریکړه کړې ده.

سعودي حکومت د ۴۹ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزې شرایط اسانه کړي او همدارنګه یې پر مېرمنو د ځانګړو جامو د خپل بندیز په اړه یې د بیا کتنې امر کړی دی.

د سعودي عربستان د سیاحت وزیر احمد الخطیب دا د هېواد لپاره یوه 'تاریخي شېبه' یادوي.

سعودي عربستان تر ډېره خپلې ویزې د حج، د مذهبي ځایونو د زیارت، سوداګرۍ لپاره له نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته د کار لپاره راځي.

د سعودي عربستان د ګرځندوی څانګه غواړي په ۲۰۳۰ میلادي کال کې ددې له درکه خپل عاید درې فیصده لوړ کړي.

ددې هېواد د ګرځندوی وزیر الخطیب وايي کله چې یو ګرځندوی زموږ تاریخي ځایونه وګوري حیران به پاتې شي.

د هغه په وینا، پنځه ځایونه شته چې د ملګرو ملتونو د یونېسکو له خوا د نړۍ د میراث په توګه پېژندل شوي دي.

دده په وینا په سعودي عربستان کې داسې په زړه پورې سیمې شته چې د سیلانیانو خولې ورته اوبه اوبه کیږي.

د دې هېواد د ګرځندوی وزیر وايي د بهرنیو هېوادونو پر مېرمنو دا بندیز نشته چې حجاب کوي او یا نه، هغه څه چې د سعودي د اتباعو لپاره لازمي دي، خو د جامې ټاکل اړین دي.

دا وزیر وايي چې د دوی یو دود دی، موږ هیله لرو چې زموږ دوستان او مېلمان دې دود ته پاملرنه وکړي .

د نوې تګ لارې له مخې به مکې او مدینې ښارونو ته به غیرمسلم خلک پرینه ږدي ځکه چې الکول منع دي.

د ګرځندویي د تګ لارې په اړه به نور جزییات د جمعې په ورځ خپاره شي او دې کې به دا په ګوته شي چې کومو هېوادونو ته به د سیاحت ویزې او اسانتیاوې برابرې شي.

د سعودي د ګرځندوی وزیر وايي، هغه په دې باور دی چې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونه به سعودي عربستان ته د سیلانیانو د راتګ مخه ونه نیسي.

ګرځندوی سره تړلې هیلې

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیاستوالو ته د سعودي د دروازو پرانېستل د سعودي عربستان د پراخو اقتصادي اصلاحاتو د پروګرامو یوه برخه ده چې هدف یې پر تیلو اقتصادي انحصار کمول دي.

د دې تګ لارې له مخې، سعودي غواړي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د ګرځندویانو شمېر سل میلیونو ته لوړ کړي.

د سعودي حکومت اټکل کوي چې د سیاحت پروژه به یو میلیون خلکو ته د کار زمینې هم برابرې کړي.

دا پرمختګ په داسې مهال کیږي چې سعودي عربستان تېرکال د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه د نړۍ له کرکې سره مخ شو.

سعودي عربستان د ګرځندوی لویه پروژه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اعلان کړه .