تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې مېرمنو ته د اس ځغلونې ۲۷ میلیون ډالري انعام
د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې په هېواد کې د اس ځغلولو سیالیو کې به مېرمنو ته د ګډون اجازه ورکړي او په دې سیالۍ کې ګټونکي ته ۲۷ میلیونه ډالر جایزه اعلان شوې.
د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د اس ځغلولو دا سیالۍ د راتلونکي کال فبرورۍ پر ۲۹ ترسره کېږي چې د نړۍ تر ټولو خورا قیمته د اس ځغلولو سیالۍ به وي.
سعودي شهزاده بندر بن سلطان ویلي چې د سعودي کپ د اس ځغلولو په سیالیو کې د مېرمنو ګډون ته هرکلی وايي.
نوموړي بي بي سي سپورټ برخې ته ویلي دا ګام یې د هېواد د 'بدلون' لپاره یوه هڅه ده.
کله چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه ترې وپوښتل شول نوموړي وویل: ''د اس ځغلوونکو هر یو سړي او ښځو سره به یو ډول چلند کېږي.''
د لندن د اس ځغلولو په یوه لویې سیالۍ کې د برتانیا د اس ځغلولو وتلو څېرو ګډون کړی و چې په هغه کې لوړپوړي روزونکي هر یو جوی فرینکي ډیټوري، سر مایکل سټوټ او جان ګوسډن شامل وو.
دا په سعودي عربستان کې د کېدونکو لوبو یوه تازه پېښه ده چې د بوکس د نړۍ لوړ وزن لرونکي انډي رایس او انتوني جوشوا ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.
شهزاده بندر بن سلطان چې کاکا یې شهزاده خالد عبدالله نومېږي او د مشهورو اسونو لکه فرانکل او انیبل لرونکی دی وايي، هېواد یې په 'پرانیستې ډول' د نورو لوبو لپاره چمتووالی نیسي.
هغه زیاته کړه: ''موږ په هېواد کې د بدلون په حال کې یو، موږ زدکړه کوو چې په دې برخه یوه سیاسي اراده هم شته.''
د دې تر شاه څوک دي؟
د منډې د سیالیو پوهان یوه ډله په چټک ډول چمتو کوي.
ټام راین چې په ایرلینډ کې یې د ناس منډه یې بیا په خپلو پښو ودروله، د جنوري په میاشت کې د ستراتیژیک رئیس په توګه وګمارل شو.
پخواني فیل سمت ته هم د ورته رول لپاره چمتو شوی و. هنري هربرټ د برتانیا د منډې د سیالیو نړیوال سفیر دی.
دا پلان د سعودي شاهي کورنۍ د غړي او شهزاده بندر بن خالد الفیصل له خوا رهبري کېږي، چې د سعودي عربستان د جاکي کلب رئیس هم دی.
لوبو ته سعودي عربستان ولې ورګډ شو؟
که څه هم تېل د دې هېواد په اقتصاد کې ستره ونډه لري خو د ګټې وټې نورو لارو ته هم اړتیا شته او دا هغه سیمه ده چې خلک له نړۍ څخه دلته د سیل او تفریح لپاره راځي.
په سعودي عربستان کې د موټرو ځغلولو سیالۍ، د اروپا ټور ګلف او د برتانیا بوکسر عامر خان سره د سوکوهنې لوبه هم ترسره شوه.