برتانیا پر سعودي په تېروتنه د پوځي توکو له پلورلو 'بښنه' وغوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیرې لیز تروس محکمې ته پر سعودي عربستان په تېروتنه د هغو وسلو د خرڅلاو بښنه وغوښته، چې د یمن شخړه کې یې د کارېدو امکان ډېر و.
د حکومت وزیرانو ژمنه کړې وه چې په تېره جولای میاشت کې دغه صادرات ودروي.
تروس ویلي، د ۴۳۵ زره یورو په ارزښت سعودي ته د بې سیمه پوځي توکو د خرڅلاو جواز ورکول اصلي "هدف" نه وو.
د وسلو د خرڅلاو اړوندو کمېټو ته په یوه لیک کې تروس ویلي، ورځنۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه سعودي ته د ۲۶۱۵۰ پونډو په ارزښت پوځي توکي ورکړل شوي.
دا وايي اوس څېړنې روانې دي چې ایا سعودي ته نورې داسې وسلې ورکړل شوې او که نه چې د یمن جګړه کې کارېدلې.
په برتانیا کې د وسلو د صادرولو د سیاست پر بنسټ، داسې یوه هېواد ته د پوځي توکو او پرزو ورکول ښه کار نه دی چې د نړیوال قانون په ماتولو کې په خطرناک ډول دا وسلې کاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
قاضیانو پرېکړه وکړه دا قضیه به وڅېړي او سر له اوسه باید د دا ډول وسلو خرڅلاو ودرول شي.
خو د تروس سلف لیام فوکس ټینګار کړی و چې حکومت به د محکمې حکم ته په پام سره د وسلو د صادرولو نوره اجازه ورنه کړي.



















