ورځپاڼې: د قطر بین الافغاني ناسته سولې ته لار هوارولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل په قطر کې د افغانانو ترمنځ غونډې په تړاو یوه مطلب کې لیکي چې دغه غونډه د سولې یوې لار نقشې د رامنځته کولو پرسر پر هوکړه پای ته ورسېده.
دې ورځپاڼې د شخړو د هواري په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت استازي مطلق القحطاني هغه خبره راخیستې چې ویلي یې دي د غونډې د ګډونوال ترمنځ اختلافي ټکي ډېر کم و او د غونډې کوربانه هغه جدیت او ژمنتیا حیران کړل چې ګډونوالو د شخړې پای ته رسولو لپاره وښود.
قطرۍ ورځپاڼې الشرق رپوټ ورکړی چې ښاغلي القحطاني په دوحه کې د افغانانو ترمنځ په بریا سره د غونډې پای اعلان کړ او په دې مناسبت یې ویلي دا غونډه یوازې یو پیل دی چې په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د تفاهم رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه.
برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ خبر ورکړی چې د برتانیا موزیم افغانستان او عراق ته یو شمېر لرغوني اثار سپارلي چې له دغو هېوادونو لوټ شوي دي.
ورځپاڼه لیکي افغانستان ته د بېرته سپارل کېدونکو لرغونو اثارو په لړ کې څو بودایي مجسمې دي چې د ۲۰۰۲ کال په سپتمبر میاشت کې د لندن په تر ټولو لوی هوايي ډګر هیترو کې سرحدي پولیس تر لاسه کړي دي.
ورځپاڼه لیکي دا اثار د پېښور له هوايي ډګر لندن ته لیږدول شوې وې. د انډېپنډېنټ په راپور کې راغلي دا ټول ټال نهه وړې مجسمې دي چې له خټو جوړې شوې او یوه په کې د بودا مجسمه ده.

د عکس سرچینه، THEGUARDIAN
دا لرغوني آثار له څلورمې او شپږمې میلادي پېړۍ پیر پورې تړاو لري او په پام کې ده چې د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شي.
ورځپاڼه لیکي پتیل شوې چې دا اثار افغان دولت ته له سپارولو وړاندې د افغانستان د ملي موزیم په اجازه په موقت ډلو په لندن کې د نندارې لپاره وړاندې شي.
په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي عراق ته هم هغه ۱۵۴ لرغوني اثار سپارل کېږي چې د بین النهرین پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۱ کال کې په بریتانیا کې د پولیس له خوا ترلاسه شوي دي.
دا اثار له خټې جوړ هغو ټوټو څخه عبارت دي چې په میخي خط پرې لیکل شوي او له میلاد وړاندې دوه زره سل او اتلس سوه کال پېر پورې تړاو لري.
امریکایۍ ورځپاڼې ډیفنس پوسټ په غزني او کابل کې په وروستیو چاودنو کې د ښوونځیو زد کوونکو ته د سر د اوښتي زیان په اړه لیکي د ښوونځیو زدکوونکو ته اوښتونکی زیان ورځ تر بلې زیاتیږي.
ورځپاڼه لیکي یوازې په تېرو څو میاشتو کې د ښوونځیو لسګونه زد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سعودۍ ورځپاڼې عرب نیوز کې خپاره شوې یوه مطلب کې ویل شوي له طالبانو پرته له نورو افغان ګوندونو سره د پاکستان نژدې والی دغه هېواد ته ګټه نه رسوي.

د مطلب لیکوال په افغانستان کې پخوانی پاکستانی سفیر رستم شاه مهمند دی، دی وايي تېره میاشت په پاکستان کې د افغان سیاسي ګوندونو په ګډون غونډه د سولې په برخه کې د مرستې لپاره نه وه بلکې پاکستان غوښتل له طالبانو پرته له نورو ګوندونو سره هم اړیکي رامنځته کړي.
دی وايي دا ډول غونډې په افغانستان کې د روان کړکېچ پای ته رسولو کې مرسته نه شي کولی.


















