قطر د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفیر ټاکلی

د عکس سرچینه، DIWAN.GOV.QA
د قطر د امیر په ۲۲ نمبر حکم کې راغلي، چې السید سعید مبارک الخیارین الهاجري د افغانستان لپاره د دې هېواد د فوق العاده سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
دا حکم چې دوه ورځې وړاندې خپور شوی دی پکې راغلي، دې هېواد همداراز چین او مراکش ته سفیران ټاکلي.
د افغان دولت یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي بي بي سي ته ویلي، افغان دولت هڅه کوي چې په افغان سوله کې د قطر لا ډېره مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي. سرچینې زیاته کړې چې افغانستان کې د قطر سفارت په پرانیستل کېدو او کابل ته د قطر هوايي شرکت (قطر ایرلاین) الوتنو په پیلېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوي.
قطر یوازېنی هغه هېواد دی چې طالبان پکې رسمي دفتر لري او تر اوسه پنځه وارې د امریکا او طالبانو استازو په دې هېواد کې د سولې په اړه لیده کاته کړي.
ټاکل شوې په دې برخه کې شپږمه غونډه نن هلته جوړه شي.
همداراز د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په قطر کې مېشت دی او هلته په رسمي ډول د نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو له استازو سره لیده کاته کوي.
د طالبانو د دغه چارواکي وروستۍ لیدنه قطر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رنتو مرسودي او د هغې له پلاوي سره وه.

د عکس سرچینه، AIR TEAM IMAGES
د قطر او ځینو عربي هېوادونو لکه سعودي او دبۍ ترمنځ اړیکې په ورستیو کلونو کې ترینګلې دي.
د قطر دغو مخالفو هېوادونو سره افغانستان دوستانه اړیکې لري. د اماراتو الوتکې کابل ته تګ راتګ کوي او په دغه هېواد کې ګڼ افغانان په کار او سوداګرۍ بوخت دي. بل خوا هرکال لسګونه زره افغانان د حج او عمرې ادا کولو لپاره سعودي ته ورځي.
په ورته وخت کې، سعودي عربستان افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري او دې هېواد د افغان سولې په برخه کې څو وارې 'مثبت' رول لوبولی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې هېواد کې جګړه ودروي او سوله وکړي.


















