زړو ښځو ته "د پښو وازګه د خېټې تر وازګې ښه ده"

چاخښت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر دې وړاندې هم ساینسپوهانو ویلي ول چې د "مڼې په بڼه بدن" چې وازګه پکې د خېټې ګردچاپېره د بدن پر داخلې غړو راتاوه وي د میتابولیکو ستونزو لکه دوهم ډول شکرې ناروغۍ او د زړه د ناروغۍ لامل کېږي.
د خپرېدو وخت

یوه څېړنه ښيي د هغو ښځو لپاره چې پاخه عمر کې يې میاشتنی عادت درېږي د خېټې پرتله په پښو کې وازګه ښه ده، ځکه د زړه ناروغۍ مخنیوی کوي.

د زړه اروپايي ژورنال څېړنې موندلې هغو ښځې چې وزن یې برابر و او د زړه حملې یا زړه ناروغۍ شونتیا یې ډېره وه، د خېټې وازګه یې خورا ډېره او د ورنونو او کوناټیو وازګه یې تر ټولو کمه وه.

دغو څېړونکو ویلي، هغه ښځې چې بدن یې "د مڼې بڼه" لري، یعنې پاسنۍ برخه یې پنډه ده باید هڅه وکړي چې د نس وازګه یې ویلې کړي او د خپل بدن بڼه "د ناک په شان" کړي یعنې پاس نرۍ او لاندې پنډه وي.

د زړه یوه خیریه موسسه بیا وايي لا ډېرې څېړنې ته اړتیا شته چې ومومي ولې دا اړیکه شته.

څېړنه څنګه ترسره شوې؟

څېړونکو ۲۶۰۰ ښځې چې وزنونه یې ښه او د بدن جوړښت یې د ۱۸ او ۲۵ BMI ( د لوړوالي او وزن د تناسب ارزول) ترمنځ و ۱۸ کاله تعقیبې کړې دي.

چاخښت

د عکس سرچینه، STR/AFP/Getty Images

د عکس تشریح، پروفیسر کي وایي د دوی څېړنیزه ډله پر دې کار کوي چې که کوم ځانګړی پرهېز یا تمرین دې د خېټې د وازګې کمولو او ورنونو ته لېږدولو کې مرسته وکړي.

دوی ټولو په امریکا کې په یوې مهمې څېړنه کې چې 'د ښځو روغتیا نوښت' نومېږي برخه اخیستې وه چې د ۱۹۹۰مو کلونو نیمايي کې پيل شوې وه او د وازګو، عضلې او هډوکو تراکم یې په دوامداره ډول سکن کېدل.

څېړنې موندلې چې د "مڼې په بڼه" ښځې چې د خېټې ګردچاپېره یې وازګه ډېره وه، د هغو ښځو پرتله چې د "ناک شکل" بدن یې درلود یعنې وازګه یې په کوناټیو او ورنونو کې وه، ورته درې برابره ډېر د زړه ناروغۍ خطر پېښ و.

دا ښکاره ده چې د "مڼې په بڼه بدن" روغتیا ته ښه نه دی

تر دې وړاندې هم ساینسپوهانو ویلي ول چې د "مڼې په بڼه بدن" چې وازګه پکې د خېټې ګردچاپېره د بدن پر داخلې غړو راتاوه وي د میتابولیکو ستونزو لکه دوهم ډول شکرې ناروغۍ او د زړه د ناروغۍ لامل کېږي.

دا چې ولې د پښو وازګه کېدی شي د خېټې د وازګې پرتله د زړه د ناروغۍ مخنیوی وکړي ډېر نه دی جوت خو د بدن په نورو برخو کې د ستونزو لامل نه ګرځي.

له بده مرغه په منځني عمر کې بې احتیاطي کول د خېټې وازګې د ډېرېدو لامل کېږي. نور معلومات په دغه لینک کې په انګلیسي ژبه لوستلی شئ.

ښځې څه باید وکړي؟

په نیویارک کې د البرت انشټاین پوهنتون طبي څانګې پروفیسر کنبن کي وایي تر ټولو مهمه دا ده چې د خېټې وازګه باید کمه شي چې د پښو تر وازګې یې کچه ټیټه وي.

چاغښت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغو څېړونکو ویلي، هغه ښځې چې بدن یې "د مڼې بڼه" لري، یعنې پاسنۍ برخه یې پنډه ده باید هڅه وکړي چې د نس وازګه یې ویلې کړي او د خپل بدن بڼه "د ناک په شان" کړي یعنې پاس نرۍ او لاندې پنډه وي.

پروفیسر کي وایي د دوی څېړنیزه ډله پر دې کار کوي چې که کوم ځانګړی پرهېز یا تمرین دې د خېټې د وازګې کمولو او ورنونو ته لېږدولو کې مرسته وکړي.

خو په عین حال کې یې ټینګار پر دې دی چې له خوراک سره احتیاط او پر فزیکي فعالیت او تمرین دې زور واچول شي.