د خوب څرنګوالی د شکرې او چاغښت ناروغیو سره تړاو لري
د خپرېدو وخت
برتانیا کې د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې د خوب څرنګوالی د شکرې او چاغښت له ناروغیو سره تړاو لري.
په څېړنه کې ۵۲۲ کسانو برخه اخیستې وه چې د هغوی د خوب کولو عادت یې څاره.
د موضوع د لا روښانولو په موخه زموږ همکارې کریمې نعیمي د انګلستان د مانچیسټر مرکزي روغتون له پروفیسر احمدالدین معارج سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې د دې نوې څېړني په هکله نور معلومات غوښتي دي.