خپله نژدې ملګرې یې د ۹ میلیونه ډالرو لپاره ووژله

د سینتیا هوفمن کورنۍ وايي، هغې په زدکړه او پېژندګلوۍ کې ستونزه لرله

د عکس سرچینه، CBS

د عکس تشریح، د سینتیا هوفمن کورنۍ وايي، هغې په زدکړه او پېژندګلوۍ کې ستونزه لرله
د خپرېدو وخت

د امریکا الاسکا ایالت یوې نجلۍ خپله نژدې ملګرې له دې کبله ووژله، چې پر انټرنېټ یوه ناشنا سړي، چې ځان یې شتمن سوداګر ورته معرفي کړی و، د دغې وژنې په مقابل کې د نهو میلیونو ډالرو ورکولو ژمنه کړې وه.

محکمې روانه میاشت کې ۱۸ کلنه ډینالي بریمر د خپلې ۱۹ کلنې ملګرې سنتیا هوفمن د وژلو په دسیسه تورنه کړې ده.

بریمر هم دغه جرم منلی دی.

ویل کېږي څو میاشتې وړاندې پر انټرنېټ بریمر ته د ډارین شیلمیلیر په نامه یوه ۲۱ کلن سړي ځان سوداګر معرفي کړی او چې ګني ددغې وژنې مقابل کې به هغې ته ۹ میلیونه ډالر ورکوي.

هغه بریمر ته ځان د ټایلر په نامه معرفي کړی چې ګني د ټکساس ایالت یو میلیونر دی.

که پر دواړو تورنو د قتل دا جرم ثابت شي، تر ۹۹ کلونو پورې زنداني کېدای شي.

د الاسکا څارنوال بریان سکورډر خبریالانو ته ویلي، "دا چې انټرنېټ خپلې خوبۍ لري، خو د ځینو والدینو لپاره توره تیاره هم ده، چې پر انټرنېټ د خپلو بچیانو فعالیت وڅاري."

Denali Brehmer

د عکس سرچینه، CBS

د عکس تشریح، دینالي بریمر

د محکمې د اسنادو له مخې، اغلې بریمر د خپلې ملګرې هوفمن په وژلو کې زړه نازړه وه.

په محکمه کې قاتله او مقتوله دواړه "نژدې ملګرې" معرفي شوې دي.

Thunderbird Falls

د عکس سرچینه، Flickr/TravelingOtter

د عکس تشریح، هغه ابشار چې هوفمن تر وژل کېدو وروسته ورټېل وهل شوې ده

د ادعا له مخې، دا وژنه د یوه جعلي سړي په غوښتنه شوې چې بریمر ورسره څو میاشتې مخکې پر انټرنېټ معرفي شوې وه. هغه خپل نوم ټایلر ښودلی چې ګني د ټکساس یو میلیونر دی.

څېړونکو ویلي، دوی د اغلط بریمر او ډارین شیلمیلیر له ټیلیفوني ثبوتونو موندلې ده، چې "په الاسکا کې یې د یوه چا د وژلو برمته کولو او وژلو پر پلان بحث کړی".

پولیس وايي، د کیډن مک انټوش په نامه د جرم یوه شریک پر اغلې هوفمن ډز کړی او وژلې یې ده

د عکس سرچینه، CBS

د عکس تشریح، پولیس وايي، د کیډن مک انټوش په نامه د جرم یوه شریک پر اغلې هوفمن ډز کړی او وژلې یې ده

بریمر بیا خپل څلور ملګري په دغه جرم کې د همکارۍ لپاره ګومارلي دي او دوی ته یې د وژلو مقابل کې د زښت ډېرو پیسو ورکولو ژمنه کړې ده.

چارواکو ویلي، اغلې هوفمن چې په "سي سي" مشهوره وه، د وژونکو له خوا یوه ځای ته بېول شوې او هلته وژل شوې ده.

۱‍۹ کلن سیلیب لیلنډ

د عکس سرچینه، CBS

د عکس تشریح، د جرم یو شریک ۱‍۹ کلن سیلیب لیلنډ

بیا یې مړی په یوه ډاټسن کې د غر ختنې په پلمه لېږدولی دی.

په دې وژنه کې یو ۱۶ کلن زلمی هم د هغې په دې جرم تورن شوی.