"د طلاق ناوړه اغېز د ماشومانو د پنډ کېدو لاملېدای شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه څېړنه ښيي هغه ماشومان چې مور او پلار یې سره جلا شوي د هغو پرتله چې مور او پلار یې سره یو ځای ژوند کوي، پنډېږي.
څېړنه وايي طلاق په تېره بیا پر هغو ماشومانو ډېره بده اغېزه کوي چې تر شپږ کلنۍ یې وړاندې مور او پلار سره جلا شي.
د لندن اقتصاد او سیاست د پوهنتون څېړونکو د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ کال ترمنځ زوکړو د ۷۵۷۴ ماشومانو په اړه د معلوماتو شننه کړې او دا پایله یې ترلاسه کړې ده.
دوی وايي له دې سره د هغو غوښتنو ملاتړل کېږي چې پر ستونزو کښېوتو ښځو او مېړونو سره باید مرسته وشي.
د ماشومانو سروې په نهه میاشتي والي، درې کلنۍ، اووه کلنۍ، ۱۱ او څوارلس کلنۍ کې شوې ده. که څه هم په دې ځانګړې سروې کې د ۱۴ کلنۍ معلومات ترې اېستل شوي ول، ځکه څېړونکو غوښتل چې تر بلوغ وړاندې موده باندې تمرکز وکړي.
"تر اوږدې مودې اغېز"
په ۱۵۷۳ ماشومانو کې چې په څېړنه کې یې برخه درلوده، نژدې له هرو پنځو یوه یې تر هغه چې ۱۱ کلن کېده د خپل مور او پلار جلاکېدل کتلي.
په څېړنه کې د ماشومانو وزن او ونه، عمر او جنسیت هم محاسبه شوي.
موندنې ښيي چې د طلاق شویو ښځینه او نارینه و ماشومان په لومړیو ۲۴ میاشتو کې ډېر وزن اخلي، خو د دې پرتله هغه ماشومان چې مور او پلار یې په همدې موده کې سره یوځای پاتې شوي ښه دي.
څېړنه د طلاق اغېز پر ماشومانو اوږدمهالی بولي.



















