تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو لوړ غره پر څوکه د انسانانو بیروبار
د نړۍ د تر ټولو لوړ غره "ماونټ اېورسټ" پر څوکه د غره ختونکو د ګڼې ګوڼې یو انځور پر نړیواله کچه تود بحث را پارولی دی. هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټه غره ختونکي نیپال ته ځي او هڅه کوي چې د دې غره څوکې ته وخېژي.
خو سږ کال چاپېریال ساتونکي او فعالان د نیپال پر حکومت نیوکه کوي چې ۳۸۱ کسانو ته اجازه ورکړې وه چې د یاد غره سر ته ور وخېژي.
ویل کېږي چې ځایي شرایطو ته په کتو سره پر یو وخت هلته د دومره ډېرو کسان شتون لانجمن کار دی.
خو د نیپال حکومت د هر جواز په بدل کې له غره ختونکو ۱۱ زره ډالر اخلي.
خو روان موسم کې ټولټال ۱۰ غره ختونکي ماونټ اېورسټ ته د ختلو او یا هم بېرته د را ښکته کېدو پر مهال وژل شوي دي.
همدې وضعیت په نړیوال کچه د غره ختونکو د خوندیتوب په اړه بحث را پارولی او د نیپال پر حکومت هم نیوکې کېږی چې د لا ډېرې ګټې لپاره د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.
له سیمې رپوټونه وایي، د غره په لمنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر اندازې ډېره ده او پاس څوکې ته نژدې د غره ختونکو کتارونه جوړ شوي او ټول هڅه کوي چې هدف ته ځان ورسوي.
چاپېریال ساتونکي نیوکه کوي چې انسانان د خپل خوند او ساعتېرۍ لپاره له طبیعت سره لوبې ونکړي.
یوازې په روانه اونۍ کې د ماونټ اېورسټ په لمنه کې څلور هندیان، دوه برتانویان، یو نیپالی، یو امریکایی او یو اتریشی وګړی وژل شوي دي.
کارپوهان وایي، د مارچ او می میاشتو ترمنځ موده د ماونټ اېورسټ څوکې ته د ختلو لپاره تر ټولو مناسبه ده، ځکه هوا توده وي او باو او باران کم وي.
خو سږ کال برعکس له سیمې نه د تېزو توپاني بادونو رپوټونه ترلاسه شوي، او غره ختونکي څوکې ته د رسېدو لپاره بیړه کوي.
له همدې کبله دوی پر ځان له فزیکي پلوه ډېر فشار راوړي چې وروسته یې بدن ورسره مقاومت نشي کولی او د مړینې لامل کېږي.
تېر ۲۰۱۸ کال کې ټولټال ۸۰۷ کسان د ماونټ اېورسټ څوکې ته ختلي وو، چې تر اوسه په یوه کال کې رېکارډ شمېر دی.
خو چارواکي وایي د سږ کال تر دې دمه شمېر ته په کتو سره ښایي د تېر کال رېکارډ مات شي.