'بخاري سره کرښه ده'؛ د امام وسیم یوسف تکفیرول
په "صحیح بخاري" کتاب کې د سمون په تړاو د شیخ زاید جومات د امام وسیم یوسف د څرګندونو په اړه اړه پر خواله رسنیو بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
په سعودي،کویت، بحرین، عمان، قطر او ګڼو نورو خلیجي هېوادونوکې د '#بخاري_سره_کرښه_ده' په نامه هشټګ شاوخوا ۵۰ زره ځلې لاس په لاس شوی چې ملاتړو او مخالفانو پرې خپل نظرونه ښودلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
صحیح البخاري
صحیح البخاري د مسلمانانو لپاره د نبوي احادیثو تر ټولو معبر کتاب ګڼل کېږي چې ابو عبدالله محمد بن اسماعیل البخاري چمتو کړی دی.
وسیم یوسف پر خپل ټویټر د یوې وېډیو له لارې په صحیح البخاري کې د راغلو احادیثو په اړه شک ښودلی.
وسیم پخپلو خبرو کې د ناصر الدین الباني هغه خبره دلیل راوړی چې په صحیح البخاري کې ځینې احادیث ضعیف ګڼي او وايي چې: ''د الله له کتاب پرته، نور هغه د بشر لیکنه ده،" چې اشاره یې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته په ځینو منسوبو احادیثو د شک شونتیا ښودل دي.
یوسف وايي پر بخاري د الباني شک نیوکه نه ده، چې ځینو یې د تکفیر غوښتنه کړې ده.
هغه پخپل ټویټر لیکلي: "له نبیانو پرته معصومیت بل چا ته نه شته، هر څوک چې له انبیاوو پرته بل چا ته معصومیت ورکوي، په اصل کې د الله له دین سرغړونه کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
'#بخاري_سره_کرښه_ده'
د وسیم له څرګندونو وروسته، پر خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه وښودل شول، چې مخالفانو او نیوکګرو د '#بخاري_سره_کرښه_ده' هشټګ وکاراوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
محمد الیحیا ویلي: "پر صحیح البخاري برید د هغې اوږدې لارې یو ګام دی چې په مټ یې له خپل دین نه د نوي نسل د باور کمولو موخه لري او پر ځای یې داسې کلتور رایجول غواي چې له موږ سره ورته والی نه لري او نه زموږ عظیم اسلام ته ورته دی."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
محمد علي المحمود ویلي: "چې وايې: بخاري سره کرښه ده، په دې معنا چې انسان سپېڅلی بولې، او د خدای له کتاب پرته بل شي ته معصومیت ورکوې. بخاري - رحمه الله - د خپل کتاب چمتو کولو کې زیار ایستلی، او هر مجتهد د بېلابېلو لاملونو له کبله تېروځي هم."
موزه غباش
بل خوا اماراتۍ اکاډیمیکې موزه غباض پر خواله رسنیو وروسته تر هغه د خلکو پام ځان ته واړاوه چې د صحیح البخاري په اړه یې لیکلي وو او دا یې یو "وروسته پاتې کتاب" بللی و. هغې ویلي وو "موږ په هغو کتابونو کې ځان نه شو بندي کولی چې عمر یې ۱۴۰۰ کاله دی."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
خو وروسته موزه غباش پر ټویټر بخښنه وغوښته: "د قوانینو او د تشریح د سرچینو بحث کې د بخاري کتاب په اړه ما سم تعبیر ونه شو کړی، او د قوانینو د سرچینو په باب د بېلګې په توګه د کتاب له یادولو زما موخه هماغه کتاب نه دی، زه بخښنه غواړم."



















