'له هر اعلانه وروسته په جوش سره ووایاست جیې هند'

Air India planes are pictured at Indira Gandhi International Airport in New Delhi on September 10, 2018.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایر انډیا د هند تر ټولو پخوانی سوداګریز هوايي شرکت دی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند دولتي هوايي شرکت، ایر انډیا، چارواکو د الوتکو عمله او خدمه کارکونکو ته امر کړی چې له هره اعلانه وروسته د 'جې هند ' یا ژوندی دې وي هند، شعار ووايي او دغه اعلان پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي.

د ایر انډیا مشورتي برخه وايي، شعار 'باید له یو څه توقف او له جوش ولولې ' سره وویل شي.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو د طنز په ژبه ځینې خیالي اعلانونه خپاره کړي چې پای کې د 'جیې هند ' شعارونه ورسره مله دی.

خو ډېرو بیا حیرانتیا څرګنده کړې چې له ستونزو سره د لاس او ګرېوان ایر انډیا هوايي شرکت لپاره هېواد پالنه څنګه د توجه مرکز ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

تر درنو پورونو لاندې ایر انډیا هوايي شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې ګټه نه ده کړې او دا وروستیو کې د شرکت یوې برخې پلورلو لپاره د حکومت هڅه ځکه ناکام شوه چې هېڅ مشتري یې نه و نه موند.

د ایر انډیا له لوري دغه لارښوونه داسې مهال شوې چې هند کې د هېواد پالنې احساسات په څپو دي. دغه هېواد له تېرو څو اونیو راهیسې له خپل اټومي ګاونډي پاکستان سره په جنجال اخته دی، چې کشمیر کې له یوه خونړي ځانمرګي برید وروسته یې تر منځ تاوتریخوالی ډېر شو.

د کشمیر پلوامه سیمې هغه موټر بم برید کې لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري وژل شوي وو.

له هغې پېښې وروسته د پاکستان خاوره کې د هند هوايي ځواک هدفي عملیات او وروسته د یوه پیلوټ نیول کېدو او خوشي کېدو پېښو په هندي رسنیو او خواله رسنیو کې خورا تاوده بحثونه راپورته کړل.

People holding posters of Wing Commander Abhinandan Varthaman celebrate his return at a rally in Kolkata on 2 March 2019.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کې د هېواد پالنې احساسات خورا ډېر پاریدلي

داسې حال کې چې یو شمېر خلکو د دوشنبې پر ورځ د ایر انډیا هوايي شرکت د اعلان هرکلی کړی، ځینې نورو بیا ټوکې ورپورې غوټه کړې چې ګواکې الوتکو کې به له اعلانونو وروسته څنګه زورور 'جیې هند ' شعارونه اورېدل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

Presentational white space
دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

Presentational white space
دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

Presentational white space

د ټویټر یوه کاروونکي دې لړ کې د یوې سیالۍ وړاندیز کړی چې وکتل شي، څوک د شعار لپاره زوروره چیغه کولای شي.

ایر انډیا چې د هند تر ټولو پخوانی سوداګریز هوايي شرکت دی، له دې مخکې یې هم د الوتکو زوړوالي او خدمتونو په تړاو ټوکې ټکالې کېدې.

دا وروستیو کې د ایر انډیا یوه الوتکه کې د پریمانه خځنده وو له کبله د دغه هوايي شرکت په تړاو خبرونه خپاره شول او د ټویټر کاروونکو ته د شرکت الوتنو ځنډیدل او لغو کېدل هم ورپه یاد شول.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5

Presentational white space
دې X پوسټ نه تېرشئ, 6
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 6

Presentational white space