پریانکا ګاندي پورې ولې د هند د کانګرېس هیلې تړلې؟

پرینکا گاندھی

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, میرزا اې بي بک
    • دنده, بي بي سي ډېلی
  • د خپرېدو وخت

هند کې د نهرو او ګاندي کورنیو مینوال له اولې ورځې پوهېږي چې پریانکا ګاندي څوک ده. ډېر شمېر زدکوونکي یې هم پېژني.

خو ټولې نړۍ په تېره هندي ولس اول ځل د خپلې نیا د مرګ په ورځ ولیده چې د مور سونیا ګاندي سره ولاړه وه او ورور یې راهل ګاندي له خپل پلار را جیو ګاندي سره و.

پر ۱۹۷۲ کال جنورۍ ۱۲ زېږېدلې پریانکا هغه وخت ۱۲ کلنه وه.

راجیو گاندھی اور سونیا گاندھی کے درمیان پرینکا گاندھی

د عکس سرچینه، The India Today Group

د عکس تشریح، د راجینو ګاندي او سونیا ګاندي ترمنځ پرینکا

پر ۱۹۸۴ کال د اندرا ګاندي وژلو پسې خلک اندېښمن و پرینکا غمجنه خو په ارام وه او خلکو فکر وکړ چې که یو اندرا ځي بل اندرا راځي.

د اندرا ګاندي وروسته یې مشر زوی راجیو ګاندي لومړی وزیر شو او د خلکو اندېښنه ورکه شوه.

راجیو گاندھی کی اخری رسومات کے دوران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د راجیو ګاندي جنازه کې پرینکا، سونیا او راهل ګاندي.

خو پر ۱۹۹۱ کال مۍ میاشت کې خور او ورور ګډ ولاړ او بیا غمجن وو.

د دوی پلار راجیو ګاندي ټاکنیزو هڅو کې د چاودنې له امله وژل شوی و.

دغه مهال پرینکا لویه وه خپلې غمجنې مور سونیا ته یې تسلي ور کوله.

سپینو جامو کې تر ډېره اندرا ګاندي ته ورته ښکارېده.

شادی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پرینکا له خپل ملګري رابرټ واډرا سره واده وکړ.

د راجیو ګاندي له وژلو وروسته کانګرېس واکمن شو، خو د نهرو او ګاندي له لاسونو دودیز واک ووت.

سونیا له سیاست ډډه وکړه او له سیاست یې د خپلو بچیو لرې ساتل غوښتل.

اندرا گاندھی اور پرینکا

د عکس سرچینه، Getty Images

خو کله چې سیمه ییز ګوندونه پیاوړي شول، له بابري جومات او ممبي بریدونو وروسته د لومړي وزیر نرسمه راو حکومت کې کانګرېس کمزوری شو، د کانګرېس بېړۍ ژغورلو لپاره د سونیا ګاندي اړتیا شوه.

پرینکا اپنے بھائی راہل اور شوہر رابرٹ واڈرا کے ساتھ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پرینکا له خپل ورور راهل او خاوند رابرټ سره.

ځکه کانګرېس کې بل داسې څوک نه و چې د مختلفو سیمو ګوندي مشران پرې یوه خوله شي.

د راجیو ګاندي له مرګ نهه کاله وروسته سونیا د ډېر وخت لپاره د کانګرېس مشره شوه او د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې حکومت جوړولو مسوولیت درلود.

پرینکا اپنی والدہ کے ساتھ

د عکس سرچینه، Getty Images

دریم ځل پرینکا ګاندي په ۱۹۹۷ کال د خبرونو سرټکی شوه، چې له یوه سوداګر سره یې واده وکړ.

بیا چې کانګرېس د پایښت لپاره لاس پښې وهلې نو سیاست ته د پرینکا د راوستلو غوښتنه وشوه.

خو پر ۱۹۹۹ کال چې یوه مرکه کې وپوښتل شوه نو پرینکا وویل، چې یوه اوږده انتظار ته اړتیا ده.

پرینکا گاندھی

د عکس سرچینه، Getty Images

هغې لس کاله وروسته پر ۲۰۰۹ کال بیا یوه مرکه کې وویل، زه سیاست ته تلل نه غواړم. خلک به دا غواړي خو زه له دوی پر خپل زړه او دماغ ښه پوهېږم.

خو دا یې هم ویلي و چې د خپلې نیا په څېر جوړېدل غواړي، هغه یواځې ځواکمنه سیاستواله نه بلکې ځواکمنه ښځه هم وه.

پرینکا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پرینکا په هکله ویل کېږي چې له خلکو سره ډېر هرکلی کوي.

د سونیا ګاندي ژوند لیکونکی رشید قدوايي، وايي د پرینکا او اندرا ترمنځ ډېر ورته والی شته، خو د اندرا له مرګ درې نسله وروسته به ځوانانو ته د لمسۍ او نیا ترمنځ اړیکه جوړول مشکل وي.

پرینکا

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د بي بي سي نامتو خبریال ریحان فضل وايي، چې مور او ورور یې د کانګرېس مشران او د پارلمان غړي دي او د دې لپاره ټاکنو کې ښه کار کولی شي.

"جامې یې، خبرې یې، رنګ، بڼه او وېښنا تر ډېره اندرا ګاندي ته ورته دي. خلک به دې ته دومره ډېره قرباني ور کړي چې راهل او سونیا ته یې هم نه ده ور کړې".

پرینکا اور راہل گاندھی

د عکس سرچینه، Getty Images

د دوو بچیانو مور پرینکا ته چې د ختیځ اتر پردېش مسوولیت ور کړل شوی او هلته د کانګرېس مشره ده، نو سیاست کې یې امتحان هم پیل شوی دی.

رشید قدوايي وايي، چې هغه ستایلو ته اړتیا نه لري، اغېزناکه یا کارېزماتیکه ده، خو ځان به پخپله ثابتوي.

پرینکا اراپوهنه کې لیسانس او بودیزم کې ماسټري کړې او په بودیزم باور لري.

۔