تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوېلي هند کې ولې لوی مشران د سوځولو په ځای خاورو ته سپارل کېږي؟
سوېلي هند کې وتلی مشر او د تامل ناډو پخوانی سر وزیر یا وزیر اعلی اېم کرونا ندي د سې شنبې په ورځ ۹۴ کلنۍ کې وفات شو.
د هندوانو د دیني باور له مخې باید د نورو مړو په څېر سوځېدلی وی، خو اپوټه خاورو ته وسپارل شو.
له دې مخکې د هند د سوېلي ایالت تامل ناډو وتلې مشره جي للیتا هم د خپل دین خلاف د سوځولو په ځای ښخه کړل شوه.
د تامل ناډو دې سر وزیر ته دغه ایالت کې د الهې په څېر درناوی کېږي او اوس یې هم ډېر مینوال شته.
کله چې للیتا مړی خاورو ته سپارل کېده، ډېرو خلکو سره پوښتنه پیدا شوه چې د هندو دود له مخې ولې ونه سوځول شو.
اوس بیا دا پوښتنه را پورته شوې چې ولې کروناندي ونه سوځول شو؟
د دې پوښتنو ځواب د تامل ناډو تاریخ کې شته.
په اصل کې چې هلته د برهمني نظام خلاف پاڅون کې ډراوړ غورځنګ پیل شو، پر برهمني کلتور یې بې باوري وښوده.
مدراس پوهنتون کې د تامل ژبې او ادب متقاعد پوهاند ډاکټر وي اراسو وایي، چې د دې مشرانو د نه سوځولو دلیل د دراوړ غورځنګ مشرانو سره د تړاو له امله دی. دراوړ غورځنګ هم د هندو مذهب په هربرهمني رسم او رواج بې باوره دی.
د هند وتلی خبریال مدهوکر اپادیاني هم وايي، کله چې تامل ناډو کې دراوړ غورځنګ په زور کې و، نو هلته یې ډېر مندرونه وران کړل، مجسمې یې ونړولې او د برهمني نظام سره مخالفت کې یې ډېر دودونه هم پرېښودل.
هغوی دا هم وویل، چې د خلکو ژوند کې د "خدای" ځای خالي شو، له امله یې هلته مشرانو، هنرمنان او هنرمنو مندر له سترګو کېږي، ځکه یو څوک خو باید وی چې دا تشه ډکه کړې و.
لکه چې وینو تامل ناډو کې د جي للیتا مینوال هغې ته د یوې الهې په سترګه ګوري او هغې د اوږد وخت لپاره د دې صوبې پر سیاست منګولې ښخې کړې وې.
پوهان وي اراسو وايي، د عام هندو روایت اپوټه دراوړ غورځنګ اړوند مشر خپل نوم سره د قوم ښودونکې کلیمه هم نه کاروي.
کروناندي او یا له هغه مخکې جي للیتا دواړه د دې غورځنګ سره تړلي وو.
جي للیتا له خپل سیاسي مشر او د خپلې زمانې د تامل وتلي هنرمن اېم جي ار له مړینې وروسته د ګوند چارې سمبالولې.
اېم جي ار هم له مرګ وروسته ښخ کړل شو او د هغه مزارد دراوړ غورځنګ د لویو مشرانو او د ډي اېم ګوند د بنسټګر اننادوري مزار سره نږدې یې قبر دی.
اوس ډي اېم ګون دا غواړي چې خپل مشر یې کروناندي هم هغه ځای ولري، خو د جي للیتا جوړ شوي اې ای اې ډي ګوند چې واکمن هم دی وایي، دا مسله سترې محکمې ته رسوي.
ځکه د کروناندي د ښخولو د ځای پرېکړه لا نه ده شوې. د هغه د جنازې وروستي مراسم به د سترې محکمې له پرېکړې وروسته وشي.
په هر حال ځینې شنونکي د هغه د ښخولو ته سیاسي سپیناوی وړاندې کوي.
وايي، چې ګوند یې سیاسي میراث خوندي کول غواړي.
حکومت وايي، چې د انا پوهنتون مخ ته دوه ایکړه(هکتاره) ځمکه ور کول غواړي، خو دا ځای له مرینا بېچ اته کیلومتره واټن لري.
د کروناندي زامن اېم کي سټالن، اېم کي الیګري او لور کانیموژي وايي، پلار دې یې د دراوړ غورځنګ د لوی مشر انا دوري څنګ ته ښخ کړل شي.
ډي اېم ملاتړي وايي، چې کروناندي دې مرینا بېچ کې ښخ کړل شي.
د کانګرېس مشر راهل ګاندي او وتلی هنرمن راجني کانت له حکومت غواړي چې د کروناندي د ملاتړو غوښتنه ومني.
کروناندي د سوېلي هند سیاست کې نامي مشر بلل کېده او تېرو شپېتو کلونو کې پنځه ځلې د ایالت وزیر اعلی شو.
هغه د فلم لیکلو له مخې هم مشهور دی او په دې لار یې لومړیو کې د دراوړ غورځنګ پیغام خلکو ته رساوه.