د شیکاګو روغتون برید: دوه ډاکټرې او یو پولیس وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په شیکاګو ایالت کې پر یوه روغتون برید شوی چې له امله یې دوه ډاکټرې، یو پولیس او خپله بریدګر وژل شوی دی.
د پولیسو یو ویاند وايي، بریدګر هم وژل شوی، خو مالومه نه ده چې خپله یې ځان وژلی، که له پولیسو سره نښته کې له منځه تللی دی.
ځايي چارواکي وايي، لا هم نه پوهېږي چې د بریدګر انګېزه څه وه.
په برید کې ټپي پولیس شیکاګو روغتون کې د درملنې پر مهال مړ شوی دی.
ویل کېږي بریدګر هغه ښځه په نښه کړې وه چې له ده سره یې اړیکه وه.
انځورونه ښيي چې د پېښې پر مهال د روغتون د کارکوونکو په ګډون خلک منډې وهي.
د شیکاګو ښاروال رهم ایمانوېل وايي، شیکاګو یو ډاکټر، درملپوه او یو پولیس له لاسه ور کړل:
"زموږ د ښار په زړه کې دا اوښکې، دا د شر مخ او پایله ده".
پېښه څنګه وشوه؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
پولیس وايي پېښه د موټر تمځي کې د هغو خلکو ترمنځ پیل شوه چې یو بل یې پېژندل.
وسلوال اول هغه ښځه په نښه کړه چې ویل کېږي پېژندله.
پولیسو څاره، خو وروسته ودانۍ کې پټ شو .
داسې ښکاري چې وروسته ډېرې ډژې سهوي وشوې.
سیمې ته د پولیسو رسېدو پسې د پېښې ځای کلابند او روغتون خلک و اېستل شول.
روغتون وروسته وویل، چې پولیسو سیمه خوندي کړې او لسګونه ناروغان په امن دي.
د روغتیاپالو او د وسلي ملي ادارې جنجال

د عکس سرچینه، NYPDCT
دا برید په داسې مهال دی چې څو ورځې مخکې د امریکا د درملنې برخې دغه هېواد کې د وسلوال تاوتریخوالي د درولو لپاره په یوه مجازي هڅه کې ګډون درلود.
بیا چې د امریکا د وسلې ملي ټولنې په مجازي کمپاین کې ولیکل: د وسلې کارولو مخالف روغتیاپال باید خپله پوله او برید وپېژني.
روغتیاپالو په بل کمپاین کې ولیکل، چې دا برخه یې خپله پوله او برید دی.
ځینې روغتیاپالو د اوسنۍ پېښې د انځورونو په خپرولو سره د امریکا د وسلې ملي ټولنې پرضد نوې پلمه پیدا کړه.
د وسلوال تاوتریخوالي د پېښو ثبتوونکې وېبپاڼې د مالوماتو له مخې سږ کال امریکا کې ۱۳ زره کسان په ډزو سره وژل شوي دي.
دا وېبپاڼه وايي، په ورته مهال ۲۵ زره پولیس ټپي شوي او ۲۵۰ وژل شوي دي.


















