"د امریکا برید کې ښايي د سوريې کیمیايي وړتيا ته زيان نه وي اوښتى"

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دغه برید کې ۱۰۳ توغندي توغول شوي چې تر ۷۰ پورې شنډ کړل شوي دي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي، وروسته له هغه چې مالومه شوه د سوريې پر تاسيساتو د امريکا د تېرې ورځې بريدونو د بشار الاسد واکمني له خطر سره مخ نه کړه.

د ورځپاڼې په وینا ښايي دا بریدونه د جگړې پر څرنگوالي هم اغېز ونه لري، ځکه ځينې خلک د پلازمېنې دمشق سړکونو ته ووتل او خوشالۍ يې کولې.

ورځپاڼه وايي، سوريه کې د بريدونو د پراخوالي په تړاو اندېښنې وروسته له هغه ختمې شوې چې مالومه شوه د کيمياوي وسلو په دريو ادعا شويو څېړنځيو شويو بریدونو جدي مرگژوبله نه ده اړولې او ښايي د کيمياوي وسلو په برخه کې د سوريې وړتيا ته هم زيان نه وي اوښتى.

ډان:

ډان ورځپاڼې د حزب الله د مشر حسن نصرالله هغه وينا مهمه بللې چې وايي د اوونۍ په لومړيو کې د اسراييلو له لوري د سوريې پر يوې هوايي اډې بريد اسراييل له ايران سره مخامخ جگړې ته کېگاږلى.

د دوشنبې پر ورځ سوريه کې د "تي٤" په نامه پر يوه اډه بريد وشو چې د ښاغلي نصرالله په وينا پکې د ايران د انقلابي گارډ ځانگړو ځواکونو ته مرگژوبله اوښتې ده.

نوموړي دا بريد د اسراييلو تاريخي تېروتنه او د سيمې لپاره يې د بدلون ټکى بللى دى.

اېکسپرېس ټريبيون:

اېکسپرېس ټريبيون وايي پاکستان د بابر په نامه د خپل توغندي د يوې نوې پرمختللې بڼې بريالۍ ازموينه کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا دغه توغندى د ٧٠٠ کيلومټرو په واټن کې کره نښه ولي. توغندى بېلابېل سروکي هم لېږودلى شي.

ورځپاڼې د پاکستان د پوځ په وينا ليکلي چې دا توغندي د پاکستان لپاره د گواښونو د مخنيوي ستراتيژۍ مهمه برخه ده.