'د کم عقله غلو ډله'

د عکس سرچینه، .
د غلو یوه ډله یا غدۍ یوه دکان ته ورځي، په زور د پېسو غوښتنه کوي، دکاندار ورته وايي اوس پېسې نه شته، خو که ماښام ورشي، ښايي ډېرې پېسې ومومي او دوی همداسې کوي، خو ماښام یې دکان کې پولیس انتظار کوي.
دا کومه فلمي صحنه نه ده، بلکې بلجیم کې رښتیا داسې پېښه شوې.
هلته شپږ غله د الیکترونیکي سګریټو یوه پلورنځي ته ورغلي وو. د ډیډيئر نومي سړي پلورنځي کې غلو ته وویل شول چې که له ماښامه وروسته ورشي، ډېرې پېسې به ومومي او دوی ومنله.
د کاندار ډیډیئر بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې وویل:
داسې معلومېدل تا به ویل ټوکې کوي او ځکه خو دوی اوس د بلجیم تر ټولو احمق غله بلل کېږي.
د دکان څښتن زیاته کړه:
''دوی هلته ۱۴ دقیقې ولاړ وو. کوښښ مې کاوه دوستي ورسره وکړم. هېڅ مې ور نه کړل، خو دوی ته مې وویل که ماښام راشئ، کېدای شي دوه یا درې زره یورو راسره ومومئ. ''
نوموړی وايي، 'پولیسو ته مې وویل، هغوی باور نه کاوه، چې غله به رښتيا ستانه شي. '
ډیډیئر وايي، د غلو یو ملګری یې له ماښامه مخکې دروازه کې ولید او هغه ته یې وویل، چې لا کاروبار روان دی او ماښام نژدې شپږ نیمې بجې چې دوی ورستانه شول، د د کان شاته پټ شویو پولیسو د یوه ماشوم په ګډون ټول شپږ کسان ونیول.



















