تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا له هوايي ډګره تښتول شوې مسافر وړونکې الوتکه سمندر کې لوېدلې
امریکايي چارواکو ویلي، هغه مسافر وړونکې الوتکه چې له اجازې پرته یې د "سیاتل تاکوما" له نړیوال هوايي ډګره الوت کړی و، په سمندر کې لوېدلې ده.
دغې الوتکې سپرلې نه لرلې او د پیلوټ د هویت په اړه یې تر دې دمه معلومات نه شته.
پولیسو ویلي، دا پېښه ترهګریزه نه ده او چلوونکي یې د ځانوژنې هڅه کړې ده.
د دغې الوتکې تر پرواز وروسته د "سیاتل تاکوما" هوايي ډګر ټولې الوتنې وځنډول شوې.
د راپورونو له مخې، د الوتکې تر پرواز وروسته، امریکايي جنګي جیټ الوتکو پروازونه پیل کړي وو.
امریکايي چارواکو ویلي، د الوتکو یوه مستري (میکانیک) دغه الوتکه هوا ته پورته کړې او بیا یې په سمندر کې غورځولې ده.
د الوتکې څارنډلې څو ځله له پیلوټ سره چې لا یې هویت په ډاګه شوی نه دی، د اړیکې هڅه وکړه چې هغه دلاسا (قانع) کړي تر څو الوتکه په سمه توګه په هوايي ډګر کې کېنوي.
د "سیاتل تاکوما" هوايي ډګر الوتنې بیا پیل شوې دي.