د پاکستان د ټاکنو کمېسون مخ ته د ګډ اپوزېسیون لاریون

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان ټولټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو پرضد د دغه هېواد مسلم لیګ نواز، پاکستان خلکو ګوند او نور پنځه ګوندونه د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ټاکنو کمېسون مخ ته مظاهره کوي.
په ګډ اپوزېسیون کې پر مسلم لیګ نواز او خلکو ګوند سربېره عوامي نېشنل، قومي وطن، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي او نېشنل ګوندونه شامل دي.
د مسلم لیګ نواز له دفتر بیان کې ویل شوي چې د دې ګوند مشرانو او نوماندانو د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د دې کمیسون مخ ته د لاریون غوښتنه کړې ده.
"د کمیسون مخ ته به د پاکستان په تاریخ کې د تر ټولو بدو درغلیو پرضد خپل احتجاج وکړو".
د دې مظاهرې پرمهال به اپوزېسیون کې د ګډو ګوندونو مشران ویناوې هم وکړي.
ټول پاکستان کې د مظاهرو غوښتنه

د عکس سرچینه، AFP
د متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل رحمان هم یوه ویډیو پیغام کې له خلکو په ټول پاکستان کې د لاریون غوښتنه کړې ده.
هغه دا هم ویلي چې د ټولو ګوندونو د قامي اسمبلۍ نوماندان به د چارنشبې په ورځ د ټاکنو کمېسون مخ ته جرګه کېږي او ټول هېواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو کارکوونکي به د صوبايي ټاکنو کمېسونونو مخ ته خپل احتجاج کوي.
مولانا فضل رحمان زیاتوي چې ټول کارکوونکي دې په پوره ځواک سره ټول شي او د ټاکنیزو درغلیو خلاف دې د پاکستان لویو لارو کې مظاهرې وکړي.
د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ وار مخکې ویلي چې دوی سړکونو ته د خلکو وتلو او بیا مظاهرو کولو سره جوړ نه دي، بلکې ټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو خلاف دې د اساسي قانون چوکاټ کې غږ پورته کړي.
لاریون له کوم ځای پیلېږي؟

د عکس سرچینه، .
له بلې خوا د پاکستان مسلم لیګ مشر مشاهد حسین سید له یوه خصوصي تلوېزون سره خبرو کې وايي، چې اپوزیسیون ډلې به له پارلمان بهر ټولې شي او له هغه ځای به د ټاکنو کمېسون په لور مظاهره پیل کړي.
له جیو سره خبرو کې زیاتوي، کله چې د ټاکنو کمېسون ته ورسېږي، نو مشران به دا پرېکړه کوي چې دا لاریون ترڅه مهال وغځوي.
د جولای پر ۲۸ د مسلم لیګ نون ګوند له خوا وروستیو ټاکنو کې د ماتو شوو ډلو ټول ګوندي کانفرنس کې سیاسي ډلو د جولای ۲۵ نېټې ټاکنې یو مخ رد کړې.
اسلام اباد کې له ټول ګوندي کانفرنس وروسته له رسنوالو سره خبرو کې د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل رحمن وویل، ټول سیاسي ګوندونه په یوه خوله اوسنۍ ټاکنې ردوي، ځکه دا د خلکو په ګټه نه دي بلکې د خلکو پر ګټه برید شوی دی.


















